ads

عراق كې لس تنه اعدام شول

عراقي چارواكي وايي، لس تنه چې په تروريزم کې په لاس لرلو محکوم شوي وو، د يکشنبې په ورځ اعدام شول. د عراق د عدليې وزارت وياند حيدر السعدي وايي، چې په اعدام شويو کسانو کې يو مصري تبعه هم شامل دى. عراقي چارواكي وايي، لس تنه چې په تروريزم کې په لاس لرلو محکوم […]

نویسنده: TKG
22 لړم 1391

عراقي چارواكي وايي، لس تنه چې په تروريزم کې په لاس لرلو محکوم شوي وو، د يکشنبې په ورځ اعدام شول. د عراق د عدليې وزارت وياند حيدر السعدي وايي، چې په اعدام شويو کسانو کې يو مصري تبعه هم شامل دى.

عراقي چارواكي وايي، لس تنه چې په تروريزم کې په لاس لرلو محکوم شوي وو، د يکشنبې په ورځ اعدام شول.

د عراق د عدليې وزارت وياند حيدر السعدي وايي، چې په اعدام شويو کسانو کې يو مصري تبعه هم شامل دى.

نوموړي د دې کسانو د جرمونو په اړه جزئيات نه دي وركړي.

په عراق کې اعدامونه عموما په دار د ځړولو په وسيله ترسره کيږي.

تېر کال عراق تر چين، ايران او سعودي عربستان وروسته  په نړۍ کې د اعدامونو له پلوه څلورم هېواد و.

د بشري حقونو د څار ډلې، چې مرکز يې په امريکا کې دى، تېره مياشت وويل، چې په عراق کې تر اوسه په روان  ميلادي کال کې يوسلو نولس کسان اعدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په دې هېواد کې اته شپېته کسان اعدام شوي وو .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA