په داسې حال كې چې د كورنيو چارو وزارت اعلان كړى د راتلونكې مرغومې مياشتې له پيله به شپږ مليونه كسانو ته د برېښنايي تذكرو د وركړې پروګرام پلى كړي، خو کارپوهان او د ټاكنو خپلواك كمسيون بيا اندېښنه ښيي چې ګمان نه كوي كه د ۱۳۹۳كال تر راتلونكو ټاكنو دا چاره سر ونيسي.
په داسې حال كې چې د كورنيو چارو وزارت اعلان كړى د راتلونكې مرغومې مياشتې له پيله به شپږ مليونه كسانو ته د برېښنايي تذكرو د وركړې پروګرام پلى كړي، خو کارپوهان او د ټاكنو خپلواك كمسيون بيا اندېښنه ښيي چې ګمان نه كوي كه د ۱۳۹۳كال تر راتلونكو ټاكنو دا چاره سر ونيسي.
د كورنيو چارو وزارت وايي، له مخابراتو وزارت سره په ګډه يې دا ټاكلې وه چې د زمري په مياشت كې د بريښنايي تذكرو د وېش پروژه عملي شي، خو اوس يې پتېیلې چې په راروانه مرغومي مياشت كې دا كار پېل كړي.
د دغه وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمان رحمان رسنیو ته په خبرو كې ويلي، لومړۍ تذكره به جمهور رئیس ته وركړي او ورپسې به شپږ مليونه وګړو ته د جمهوري رياست د راروانو ټاكنو تر پروسې ياده پروژه غځېدلې پاتې شي: (( ۴۰۰ ډلې مامورين مو ګمارلي ۱۱۰ مليونه ډالر لګښت پرې راځي، د سترګو او لسو واړو ګوتو نښانونه اخلو، دا پروژه د سيمې د هېوادونو په كچه د افغانستان نوښت دى.))
د نوموړي په خبره نوې تذكرې به د يوې ملي نښې په توګه ارزښت ولري او د نړۍ په نورو هېوادونو كې به د اوسنيو تذكرو په څېر شكمنې نه ارزول كېږي: (( د انسان ځانګړې نښې په ډيټابېس كې ځايوي، ستنډرډ لري، جعل كاري او كاپي يې نه شي كېداى، د ټاكنو د كارت اړتيا به نه وي.))
بله خوا كه څه هم شنونكي دا په برېښنايي حكومتدارۍ كې يو مهم ګام بولي، خو ادعا كوي چې افغانستان تر دې دمه د نفوسو د ثبت كوم بې پرې بنسټ نه لري چې په دې برخه كې ترې د شفافيت او نه جعل كارۍ تمه وشي، دغه راز د دوى په خبره تر راتلونكو ټاكنو د برېښنايي تذكرو د وېش پروژه ځكه ټكنۍ ښكاري چې ځينو ناامنه سيمو ته حتى ناټو او ايتلافي ځواكونه هم نه شي تللى، نو د تذكرو د وېش ټيم به په كې څرنګه خپل كار وكولى شي.
د چارو شنونكى استاد رضوان الله بشرمل وايي، په تېرو دريو كلونو كې چې دا پروسه عملي نه شوه، نو په راتلونكې كې به هم ځېنې خلك په دې لاره كې ستونزې راپورته كړي: (( دوه ډوله ستونزې دي، يو دا چې په دولت كې دننه ځينې لاسونه د اقليتي ثبوت له وېرې د دې كار مخه نيسي او بل دا چې په ځينو سيمو كې امنيتي ننګونې شته چې تر ډېره به دا پروسه اغېزمنه كړي.))
نوموړى وايي اوس چې د ټاكنو خپلواك كمسيون په دې پروسه نيوكه كړې او په اړه يې اندېښنه ښودلې نو ځكه د كورنيو چارو وزارت بيا هم په دې د خلكو تلوسه لرې كوي چې ګواكې ډېر ژر به په دې شوروا كې مړۍ پورې كړي.
بشرمل زياتوي: (( دا څلورم كال دى، خو تذكرې نه شته، له دې پس به يې ښه سرته ورسوي، تر كومه به پردي خلك په اوسنيو تذكرو راننوځي او ورانۍ به كوي.))
دا په داسې حال كې ده چې د ټاكنو د خپلواك كمسيون يوه اوونۍ وړاندې د بريښنايي تذكرو د وېش پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې وه چې شايد تر راتلونكو ټاكنو يې پروسه عملي نشي، نوموړي رسنيو ته ويلي د ازادو او رڼو ټاكنو لپاره د برېښنايي تذكرو وېش ضروري و، خو دا كار تر اوسه نه دى شوى.
د ياد كمسيون چارواكو ويلي و: (( موږ په دې اړه له كورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو سره څو ځله خبرې كړې، نتيجه يې دا وه چې تر ټاكلې مودې به تذكرې تيارې نه شي او نه به رايه وركوونكو ته د دې اسانتيا په لاس ورشي.))
بل پلو د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش له ازادۍ راډيو سره په مركه كې له دې انكار كړى و چې ګواكې د ۱۳۹۳ كال د ټاكنو تر نېټې به د برېښنايي تذكرو وېش وځنډېږي.
نوموړي ويلي و چې په دې كې د ټاكنو د كمسيون اندېښنه پر ځاى ده، خو دوى هم ټول امكانات برابر كړي او ډېر ژر به يې په كار واچوي: (( ټول مالي امكانات پوره دي په تخنيكي برخه كې مخابراتو وزرات ژمنه ښودلې، په يقين سره وايم چې په لومړي پړاو كې به ۶ مليونه وګړو ته تذكرې وركړل شي.))
بايد وويل شي تراوسه له خلکو سره هغه تذکرې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بېلابېلو حکومتونو لخوا وېشل شوې وې لاهم شته او ډېرى يې د ظاهرشاه د سلطنت، د سردار داود د جمهوریت، د ثور د ۷مې نېټې له کودتا راوروسته د حکومتونو، د مجاهدینو د حکومت، د طالبانو، د موقتې، انتقالي او بالاخره په انتخابي دورو پورې اړه لري.
شنونكي وايي د دغو زړو تذکرو مختلف ډيزاينونه، کچه او طرحه د دې سبب شوې چې له یوې خوا د افغان تذکرو په جعل کولو لاس پورې شي او له بلې خوا د نړۍ هېوادونو ته د سفر او تګ پرمهال د هویت پېژندنې پرمهال افغانان له ستونزو سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


