ads

اوباما وايي، عراق او افغانستان کې د دردناکې جګړې لسيزه په پاى ته رسېدو ده

د امريکا د متحدو ايالتونو جمهوررئيس بارک اوباما د يکشنبې په ورځ د پخوانيو سرتېرو د ياد د ورځې په مناسبت خبرو کې امريکايانو ته وويل، چې په عراق او افغانستان کې د دردناکې جګړې لسيزه په پاى ته رسېدو ده. د امريکا د متحدو ايالتونو جمهوررئيس بارک اوباما د يکشنبې په ورځ د پخوانيو […]

نویسنده: TKG
22 لړم 1391
اوباما وايي، عراق او افغانستان کې د دردناکې جګړې لسيزه په پاى ته رسېدو ده

د امريکا د متحدو ايالتونو جمهوررئيس بارک اوباما د يکشنبې په ورځ د پخوانيو سرتېرو د ياد د ورځې په مناسبت خبرو کې امريکايانو ته وويل، چې په عراق او افغانستان کې د دردناکې جګړې لسيزه په پاى ته رسېدو ده.

د امريکا د متحدو ايالتونو جمهوررئيس بارک اوباما د يکشنبې په ورځ د پخوانيو سرتېرو د ياد د ورځې په مناسبت خبرو کې امريکايانو ته وويل، چې په عراق او افغانستان کې د دردناکې جګړې لسيزه په پاى ته رسېدو ده .

بارک اوباما د ارلينګټن په هديره کې د هغو سرتېرو ياد ته د درناوي په خاطر، چې د پوځي خدمت پر مهال مړه شوي، د ګلو ګېډۍ کېښوده .

نوموړي له عراق څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو او همدارنګه له افغانستان څخه د محاربوي امريکايي سرتېرو د تدريجې وتنې يادونه وکړه  او ويې ويل، سږ کال  د لومړي ځل لپاره دوى د پخوانيو سرتېرو د ياد ورځ په داسې حال کې لمانځي، چې په عراق کې امريکايي سرتېري جګړه نه کوي او نه وژل کيږي .

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سيپټمبر له يوولسمې نېټې څخه وروسته په جګړو کې برخه اخيستونکي سرتېري وستايل او ويې ويل، چې دوى په عراق کې د صدام حسين رژيم نسکور کړ ، په افغانستان کې يې طالبان په شا وتمبول او په پاکستان کې يې اسامه بن لادن وواژه .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA