ads

هلمند ښاروالۍ لخوا د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې كېښودل شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لورې د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې. چارواکي وايي يادې ودانۍ د برتانيې هېواد په مرسته د درېمې ناحيي او دويمه يې د تنظف د مديرت او ترانسپورټ لپاره جوړېږي، چې اړونده ستونزې به يې     د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د […]

نویسنده: TKG
21 لړم 1391
هلمند ښاروالۍ لخوا د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې كېښودل شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لورې د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې. چارواکي وايي يادې ودانۍ د برتانيې هېواد په مرسته د درېمې ناحيي او دويمه يې د تنظف د مديرت او ترانسپورټ لپاره جوړېږي، چې اړونده ستونزې به يې

 

 

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لورې د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې.

چارواکي وايي يادې ودانۍ د برتانيې هېواد په مرسته د درېمې ناحيي او دويمه يې د تنظف د مديرت او ترانسپورټ لپاره جوړېږي، چې اړونده ستونزې به يې ورسره هوارې شي.

د هلمند والي حاجي محمد نعيم خان په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې د دغو دواړو ودانيو لګښت چې دوه سوه اويا زره امريکايې ډالره کېږي د بريتانيې هېواد لخوا ورکول کيږي او په راتلوونکو اوو مياشتو کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

نوموړي زياته كړه، د دې ودانيو په جوړېدو سره به د ښاروالۍ په کارونو کې ښه والى راشي ځکه له وړاندې يې په دې برخه کې ستونزې در لودې.

د لښکرګاه  ښاروال محمد فاضل ساپي هم په دې مراسيمو کې وويل، چې لومړۍ ودانۍ د درېمې ناحيې لپاره او دويمه يې د نظيف د مديريت او ترانسپورټ لپاره په يوه يوه پوړ کې جوړېږي، چې په دواړو ودانيو کې ١٦ خونې له ټولو ملحقاتو سره په معياري توګه جوړېږي، چې په جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د ښاروال په وينا، له وړاندې د درېمې ناحيې او د ښاروالۍ د تنظيف مديرت چاري د ښاروالۍ په ودانۍ کې تر سره کېدې، چې له امله يي خلکو ته پر وخت خدمات نه رسېدل، خو د دې ودانيو په جوړېدو سره به يې له يوې خوا خپله د ښاروالۍ کارونه چټک او له  بلې خوا خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې شي.

د ښاروال په  خبره د مرسته کوونکو هېوادونو او د ښاروالۍ په بوديجه يې تر دې مهاله ډېر کارونه کړي چې له ډلې يې د لښتي او سړكونه د يادولو وړ دي.

ده زياته كړه، چې دامهال دې ته ورته ګڼې نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA