ads

خوست کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشړې شوې

د خوست د ځدراڼو د دوه منده ولسوالۍ په انارباغ کلي کې د اسیایي پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت د اوبو او تنظیم ریاست لخوا د پنځو سوو دېرش مترو په اندازه استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د خوست د ځدراڼو د دوه منده ولسوالۍ په انارباغ کلي کې د اسیایي […]

نویسنده: TKG
21 لړم 1391
خوست کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشړې شوې

د خوست د ځدراڼو د دوه منده ولسوالۍ په انارباغ کلي کې د اسیایي پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت د اوبو او تنظیم ریاست لخوا د پنځو سوو دېرش مترو په اندازه استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خوست د ځدراڼو د دوه منده ولسوالۍ په انارباغ کلي کې د اسیایي پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت د اوبو او تنظیم ریاست لخوا د پنځو سوو دېرش مترو په اندازه استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډې کې د خوست ولایتي ادارې د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان رسنيو ته وویل، چې پردې استنادي دېوال اتلس ملیونه، دري دېرش زره او نهه سوه افغانۍ لګښت راغلى، چې د مرکزي اسیا پرمخیتایې ګروپ لخوا ورکړل شوى دى.

ده زياته كړه، د دې استنادي دیوال په جوړېدو سره پنځه سوه جریبه ځمکه د سېلاونو له خطره وساتل شوه.

د روان په وينا، ولایتي اداره پدې هڅه کې ده، څو په نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو کارونه پیل کړي، خو ده پدې برخه کې د ولس همکاري ډېره مهمه وبلله.

د دوه منده ولسوال سید احمد خان وفا  دا ډول پروژو څخه ډېره خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، چې د دې دیوال په جوړېدو سره د هغو دوو سوو کورنیو ستونزه حل شوه، چې دوی به هر وخت له ده څخه د سېلاونو په واسطه  د دې ځمکې دوړولو ستونزې د حل غوښتنه کوله.

د یادولو ده، چې پدې وروستیو کې د مرکزي اسیا پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت دا پنځمه پروژه ده، چې د ولایتي ادارې په همکاری  ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA