تېره اوونۍ پخواني قوماندان او د اوبو او برېښنا اوسني وزير اسماعيل خان د مجاهدينو د یو پوځي واحد د جوړولو خبره رابرسېره کړه او ویې ویل، د پخوانیو مجاهدینو پر یوه لوی تشکیل کار روان دی او که اړتیا پیدا شي، د پخوا په څېر به دوی وسلې راواخلي.
تېره اوونۍ پخواني قوماندان او د اوبو او برېښنا اوسني وزير اسماعيل خان د مجاهدينو د یو پوځي واحد د جوړولو خبره رابرسېره کړه او ویې ویل، د پخوانیو مجاهدینو پر یوه لوی تشکیل کار روان دی او که اړتیا پیدا شي، د پخوا په څېر به دوی وسلې راواخلي.
اسماعيل خان په هرات كې يوې غونډې ته وويل، له دې كبله چې ناټو ځواكونه د هېواد په خوندي كولو كې پاتې راغلي دي، دى له نورو سره په دې كار كوي چې له پخوانيو مجاهدينو نه يو پوځي واحد جوړ كړي. نوموړي زیاته کړې چې دغه مسئله يې له جمهوررئيس حامد کرزي سره هم شریکه کړې ده، خو جمهوررئيس کرزي تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د اسماعیل خان پر دې څرګندونو د افغانستان د سناتورانو لخوا نیوکه وشوه. دوى ويلي چې دا کار د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې يو عمل دى. سناتورانو پر دې هم ټينګار وكړ چې له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د خوندي ساتلو لپاره د افغان ملي امنيتي ځواكونو وړتيا لوړول يوازينۍ لار ده او له دې پرته به د هر ډول شخصي ځواك جوړول يوازې ګډوډي زياته كړي. د سناتورانو له ډلې د هلمند او زابل ولایتونو دوو استازو شېرمحمد اخند زاده او داود حساس وویل، دغه ډول شوراګانې ځکه دوی ته د منلو وړ نه دي چې افغانستان د جګړې اور ته ورټېل وهي.
د آزادۍ راډیو د راپور پر بنسټ، دغو سناتورانو زیاته کړه: ” د جنوب لوېديځ مجاهدین هلته نه دي ورغلي او نه هم د هلمند خلک ورغلي دي. یو دوه درې تنه غله یې ورغوښتي دي. د جهاد په نوم دې نور د افغانستان خلک نه خرابوي، یو وار د افغانستان جهاد بدنامه شو. اوس موږ اردو لرو، پولیس لرو او پارلمان لرو، نور دې شیانو ته اړتیا نشته، ځکه دا کار افغانستان یوځل بیا د بحران خوا ته بیایي.”
محمد اسمعیل خان همدارنګه ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ۳۰ ډېرې جهادي حوزې جوړې کړي او لا یې هم پر پراختیا کار روان دی.
همدارنګه د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم اېزيديار وويل: (( موږ بايد د حكومت او امنيتي ځواكونو پر پياوړتيا تمركز وكړو، ځكه موږ په دې باور يو چې دا يوازيني هغه څه دي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته پرې شته ننګونو ته ځواب ويلاى شو.)) افغان سناتوران په دې اند دي چې كه په دې ډول يو واحد جوړ شي، نو افغان امنيتي ځواكونه به خپل باور او معنا له لاسه وركړي.
دا خو د مشرانو جرګې نیوکې او څرګندونې وې، خو را ځو عام ولس او د خلکو څرګندونو ته چې څه وایي؟ د یوې نظر پوښتنې په ترڅ کې مو چې له ځینو کابل ښاریانو څخه شوې، دا تر لاسه کړل چې ډېرى عام خلک په تېره بیا ښځې د مجاهدینو بیا راتګ او قدرت ته د رسېدو پلوي نه دي او وايي چې دوی ته د اویایمې لسیزې ناخوالې او مصیبتونه د نه هېرېدونکو خاطراتو په توګه په ذهن کې پاتې دي او نه غواړي چې یو ځل بیا په هېواد کې د جګړې هغه ډګر تود شي چې پکې نه یوازې د خلکو سر بلکې، مال، عزت او ناموس هم تالان شو. یوازې په دې کلونو کې د کابل ښار شپېته زره وګړي شهیدان شول، د یو نیم ميلیون په شاوخوا کې کسان له هېواد څخه مهاجرت ته اړ او په پردیو هېوادونو کې در په در شول. د کابل ښار هره کوڅه او ناحیه د یوې بېلې حکومتدارۍ شاهده وه او خلک له یوې سیمې څخه بلې ته نشوای تللی.
خو بل خوا اکثره خلک او کارپوهان په دې باورهم دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي بحران د مخنیوي لپاره دې د افغانستان مرکزي دولت او ملي امنیتي ځواکونه پیاوړي شي.
خو د ولسي جرګې یوه غړي رمضان بشر دوست بیا ازادي راډیو ته وویل چې نور دې افغانان د دین، جهاد او قوم په نوم نه ځپل کیږي.
“که امریکا له افغانستانه ووځي او ووایي چې تاسو پوهېږئ او خپل کار مو، که ملا عمر دغه ټول کسان په دوو ساعتونو کې ورک نه کړل، دا ورځ به نښه وي، دغو ټولو کسانو خپل هېواد پرېښود او په ایران او یا هم په پاکستان کې یې ژوند کاوه، زه له ټولو افغانانو نه غواړم چې د خدای لپاره د دین، جهاد، قوم، تنظیم، مذهب، ایډیالوژۍ، فلسفې او د خپل جېب او چوکۍ له نوم څخه دې ګټه نه اخلي، ځکه دا یوځل د افغانستان د بربادۍ سبب شوى دى.”
د وروستۍ پایلې په توګه، په ځای د دې چې د دې هڅه وکړو چې هېواد یو ځل بیا د پرمختګ په ځای وروسته پاتې والي ته راکاږو، داسې لارې چارې بايد ولټوو چې ملي اردو او پولیس ځواکمن او خپلې چارې په مدبرانه توګه ترسره کړو، ځکه هغه متل دی چې وایي (آزموده را آزمودن خطا است)
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

