يوه شپږ کلنه پاکستانۍ نجلۍ، چې د کورنۍ دښمنۍ له كبله د قومي جرګې لخوا په بدو کې ورکړل شوې وه، په ورستۍ شېبې کې محکمې د قومي جرګې پرېكړه غير قانوني اعلان کړه.
يوه شپږ کلنه پاکستانۍ نجلۍ، چې د کورنۍ دښمنۍ له كبله د قومي جرګې لخوا په بدو کې ورکړل شوې وه، په ورستۍ شېبې کې محکمې د قومي جرګې پرېكړه غير قانوني اعلان کړه.
د سوات په درې کې د قومي مشرانو له خوا د شپږ کلنې بي بي روزې پلار او مور د تېرې يکشنبې په ورځ دې ته مجبور کړاى شوي وو، چې خپله شپږ کلنه لور په بدو کې ورکړي، خو د سيدو شريف يوې محکمې د قومي جرګې دا پرېكړه غيرقانوني وبلله او پوليسو د دې پېښې په تړاو پينځه تنه ونيول.
د پاکستان په لرو پرتو سيمو کې دا معموله ده، چې ډېرې دښمنۍ د دې پرځاى، چې له قانوني لارې حل شي، په دوديزو لارو هوارېږي.
په دوه زره څلورم ميلادي کال کې د پاکستان پارلمان د دې ډول جنايتونو لپاره لږ تر لږه درې کاله د بند سزا وټاکله، خو لا هم په ځينو سيمو کې خلک پر خپلو دوديزو لارو روان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


