ads

تر بوسو لاندې اوبه

داسې ښکاري چې دولت يوه نوې لوبه كوي، هغه دا چې غواړي داخلي رسنۍ ځانته ورغاړې باسي او بيا يې په كرار كرار وزبېښي او د خپلې خوښې مطبوعاتو رنګ ورکړي. داسې ښکاري چې دولت يوه نوې لوبه كوي، هغه دا چې غواړي داخلي رسنۍ ځانته ورغاړې باسي او بيا يې په كرار كرار وزبېښي […]

نویسنده: TKG
20 لړم 1391
تر بوسو لاندې اوبه

داسې ښکاري چې دولت يوه نوې لوبه كوي، هغه دا چې غواړي داخلي رسنۍ ځانته ورغاړې باسي او بيا يې په كرار كرار وزبېښي او د خپلې خوښې مطبوعاتو رنګ ورکړي.

داسې ښکاري چې دولت يوه نوې لوبه كوي، هغه دا چې غواړي داخلي رسنۍ ځانته ورغاړې باسي او بيا يې په كرار كرار وزبېښي او د خپلې خوښې مطبوعاتو رنګ ورکړي.

د دې خبرو ښكاره مثال دا دى چې څه موده وړاندې په ځېنو ورځپاڼو او رسنيو هيڅ بې هيڅه د څارنوالۍ دوسيې راغلې، خو چې د رسنيو سخت غبرګون سر راپورته كړ، نو دولت په يو لاس ګلان او بل كې په پټه كوتك ورپسې راواخست او د وزيرانو شورا پرېكړه صادر كړه چې كومې رسنۍ د دولت خلاف خپرونې كوي بايد مخنيوى يې وشي.

په هغو ورځو كې له كليد سره په تاوده بحث كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال مبارز راشدي دا د اندېښنې وړ ونه بلله، بلكې ويې ويل ځېنې بهرنۍ استخباراتي كړۍ رسنيو ته دانه وركوي او په خپله ګټه يې كاروي، ځكه دا پرېكړه شوې چې د دوى مخه به نيول كېږي، نوموړي ويلي وو: (( د ټولو رسنيو حيثيت نه زيانمنيږي، رسنۍ اوس په افغانستان كې يو قدرت دى، بهرني استخبارات هڅه كوي ځينې يې د ځان په ګټه وكاروي.))

همدغه ښاغلي د بحث په دوام دا هم ويلي وو که چېرې دولت د رسنیو سانسور غوښتی، نو تر اوسه به د رسنيو شمېر له كنټروله نه واته او نه به دومره بې شمېره راډيوګانې، ټلويزيونونه او ورځپاڼې چاپېدلې….

خو چاهم حکومت ته ونه ویل چې اوبه له تاسو خړې دي، ولې مو بهرنيو كړيو ته دومره موقع وركړې چې بې شمېره رسنۍ ستاسو پرضد وكاروي؟ ولې مو د دغسې کړیو پرضد اقدام نه دی کړی؟ او اوس ولې نېغ په نیغه هغوى ته دا اخطارونه نه وركوئ چې د وچو د زوره لمدو ته هم ګوته څنډئ؟!

د وزيرانو د شورا په پرېكړه چې رسنيو كومې نيوكې وكړې، نو رښتيا هم دا ورمعلومه شوه چې رسنۍ اوس دلته د يو څلورم ځواك په توګه درېدلي دي، دولت دا وانګيرله چې اوس دا ځواك هم بايد له ځانه سره په يوه پوله تېر كړي او د فساد له كوم كندو چې دوى دانه پټوي رسنۍ دې هم پرې غوږ نه ګروي.

د لړم په ۱۳مه جمهور رئيس كرزي د رسنيو له يو شمېر مسوولينو او كارپوهانو سره غونډه درلوده. په دې غونډه کې جمهور رئیس له ټولو هيله وكړه چې كه دولت ته هر ډول ميچنې ږدۍ، خپل كار مو دى، خو ملت ته دا خبرې مه كوئ چې د حكومت پښې لړزېږي.

جمهور رئیس له رسنيو دا هم وغوښتل چې د ملت د پياوړي كولو لپاره كار وكړي، هغه وویل: (( د افغانستان له تلويزیونونو د هېواد د خلکو پر ضد غږونه پورته کېږي، نو له هغوى هيله کوم چې د افغانستان خلاف غږ پورته نه کړي، حکومت وټکوئ، خو ملت غښتلى کړئ، ملت مه ټکوئ او دا مه ورته وايئ چې له جګړې سره مخ کېږئ.))

که څه هم د جمهور رئیس کرزي اندېښنې بیخي پر ځای دي، خو ښکاري چې په دې ځای کې هم دولت د ځان لپاره ترخځ وهي او خپله پړه پر رسنیو وراچوي.

که دا ومنو چې ځینې رسنۍ د افغانستان د راتلونکې په اړه ډېر بحثونه کوي او ځینې یې تت انځورونو وړاندې کوي، خو دا نشو منلای چې ګواکې ټولې رسنۍ د راتلونکې کمزوری انځور ورکوي، بلکې دا پخپله دولتي چارواکي دي چې پر اوسني نظام او حکومت هېڅ باور نه لري او د ډلو ټپلو د جوړولو لپاره یې نه یوازې لستونې بډوهلي، بلکې پایڅې یې هم تر زنګو راپورته کړې دي.

د دغې خبرې د ثابتولو لپاره موږ یو نوی او څرګند مثال لرو، همدا څو ورځې مخکې د دولت د کابینې وزیر ښاغلی اسماعیل خان چې څه وخت مخکې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې له لوري د ځمکو په غصب تورن شو، له خپل اداري چوکاټه پښې بهر وویستې، په هرات کې یې خلک  راټول او بیا یې ډېر سخت ووېرول چې تر۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونه امنیت نشي ټینګولی او پکار ده چې د مجاهدینو په اصطلاح نظامي واحد جوړ شي، خو جمهور رئیس کرزي د وزیرانو شورا په غونډه کې ورته هېڅ هم ونه ویل او فقط په یو څو کنایو یې اکتفا وکړه.

که له دې بحثه هم راتېر شو، څه چې روان دي، دولت يې په غړېدلو سترګو ويني، خلك هم ترې خبر دي او رسنۍ هماغه خپروي، داسې كومه ټکه نه ده لوېدلې چې رسنیو دې په کې مبالغه کړې وي، رسنۍ فقط انځور او احتمالات وړاندې کوي او غواړي په دې توګه دولت راوېښ او د پېښو پر وړاندې مبارزې ته یې تیار کړي.

او بالاخره که چېرې دولت دا غواړي چې رسنۍ دې ولس ته د ځینو وزيرانو د دوو تابعيتونو په اړه خبر نه وركوي، د شته فساد او د چارواكو د غلاو خبرونه دې نه خپروي، د پاكستان د بې ځوابه راكټي بريدونو خبرونه دې پټ ساتي، د دولت له فساده د ډكو او کمزورو محكمو په مقابل كې دې د طالبانو د صحرايي محاكمو خبرونه نه خپروي یا دا چې دولت تور ته سپین او سپین ته تور وايي، نو دوى دې هم ورسره تر بوسو اوبه تېرې کړي چې هو والله بېشكه همداسې ده، نو دا خو د رسنيو رسالت او مسوولیت نه شو….

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA