د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس پرون وويل، ايران موافقه وکړه، چې د خپلو اټومي فعاليتونو څېړلو ته د اجازې ورکولو لپاره به نوې خبرې کوي. د دې اژانس وياند “ګيل ټوډر” په ويانا کې وويل، د خبرو نوى پړاو به د ډسمبر په ١٣مه په تهران کې ترسره شي.
د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس پرون وويل، ايران موافقه وکړه، چې د خپلو اټومي فعاليتونو څېړلو ته د اجازې ورکولو لپاره به نوې خبرې کوي.
د دې اژانس وياند “ګيل ټوډر” په ويانا کې وويل، د خبرو نوى پړاو به د ډسمبر په ١٣مه په تهران کې ترسره شي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې “ويکټور نولانډ” په واشنګټن کې په يوه کنفرانس کې خبريالانو ته خبرې وکړې او ويې ويل يې، وبه ګوري، چې د خبرو دغه پړاو څنګه مخته ځي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس مشر “يوکيو امانو” د نومبر په پنځمه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خبردارى ورکړ او ويې ويل، روان کال له ايران سره خبرې شديدې شوي البته وروسته تر هغه، چې د تېر کال په نومبر کې د دې اژانس يو راپور خپور شو.
هغه وايي، موثق معلومات لري، چې ايران د اټومي چاودېدونکې وسيلې په جوړولو پورې اړوند فعاليتونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

