د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وايي، بريتانيا هيله لري، چې جمهوررئيس بارک اوباما به له افغان طالبانو سره د سولې خبرواترو ته نوې ساه ورکړي. د لندن چاپ ټايمز ورځپاڼه راپور ورکوي، چې هېګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزير سره ترکتنې وروسته په نوي ډيلي کې کړي او ويلي يې دي،
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وايي، بريتانيا هيله لري، چې جمهوررئيس بارک اوباما به له افغان طالبانو سره د سولې خبرواترو ته نوې ساه ورکړي.
د لندن چاپ ټايمز ورځپاڼه راپور ورکوي، چې هېګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزير سره ترکتنې وروسته په نوي ډيلي کې کړي او ويلي يې دي، چې لندن او واشنګټن په ګډه له طالبانو سره د پخلاينې پر راتلونکو اقداماتو کار کوي او په دې برخه کې د پام وړ کارونه روان دي.
هېګ وايي، بريتانيا په افغانستان کې د سولې هڅو ته د يوې ډېرې مهمې او حياتي مسئلې په سترګه ګوري او دى تمه لري، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما به هم له ټاكنو وروسته دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د نوموړي په وينا، له ګوانتانامو څخه د طالب مشرانو خوشې کول بايد د دې خبرواترو له چوکاټه ونه اېستل شي.
هغه زياته كړه، هيله لري، چې د امريکا د ټاكنو ګټونکى جمهوررئيس به د افغانستان د لانجې سياسي حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړى وايي، ۲۰۱۳ د افغانستان لپاره يو ډېر مهم کال دى او د سولې د هڅو د چټکولو له پلوه هم ځانګړى اهميت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

