بارك اوباما د دوهم ځل لپاره د امريكا جمهوررئيس وټاكل شو. د امريکا په متحده ايالاتو کې ميليونو كسانو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د خپل جمهوررئيس د ټاکلو لپاره رايه وركړه او څو شېبې وړاندې د رايو شمېرنه پاى ته
بارك اوباما د دوهم ځل لپاره د امريكا جمهوررئيس وټاكل شو.
د امريکا په متحده ايالاتو کې ميليونو كسانو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د خپل جمهوررئيس د ټاکلو لپاره رايه وركړه او څو شېبې وړاندې د رايو شمېرنه پاى ته ورسېده.
امريکا کې د جمهوررئيس په توګه د ټاکل کېدو لپاره اړينه وه، چې کانديد له ټولټال ۵۳۸ اليکټرول کالج رايو څخه ۲۷۰ اليكټرول كالج رايې تر لاسه کړي او په امريکا کې د جمهوري رياست ټاکنو پرېکړه د اليکټرول کالج په وسيله کېږي.
بارك اوباما ۲۷۵، خو مېټ رامني ۲۰۳ اليكټرول كالج رايې ترلاسه كړې.
د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې اوسني جمهوررئيس باراک اوباما له ټولټال ۵۳۸ اليکټرول کالج رايو څخه د ۳۶۵ رايو په تر لاسه کولو سره بريا تر لاسه کړې وه، خو د نوموړي جمهوري غوښتونکي سيال جان مکين ۱۷۳ رايې تر لاسه کړې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


