امريکايي څارنوالان د هغه امريکايي سرتېري لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوي، چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ملکي افغانانو په يوځاى وژنه تورن دى.
امريکايي څارنوالان د هغه امريکايي سرتېري لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوي، چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ملکي افغانانو په يوځاى وژنه تورن دى.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا پوځي څارنوالانو د ډلې مشر ډګرمن جې مورس مقدماتي استماعيه غونډې ته ويلي، دى به داسې شواهد وړاندې کړي، چې د خرد ضابط رابرټ بېلز ګناه به ثابته کړي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ افغانانو وژنه، چې ډېرى قربانيان يې ماشومان او ښځې وو، د ويتنام له جګړې وروسته د ملکي وګړو د بې رحمانه وژنې لومړنى مثال دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


