د پاكستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي، چې په تېرو كلونو كې يې د ترهګرۍ جګړه كې اتيا مليارد ډالره مصرف كړي دي. نوموړي د جنوبي اسيا د همكارۍ ټولنې يا سارك د غړو هېوادونو د پارلمانيانو غونډه كې پرون دا هم ويلي، چې پاكستان د ترهګرۍ ښكار دى او ترهګري د
د پاكستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي، چې په تېرو كلونو كې يې د ترهګرۍ جګړه كې اتيا مليارد ډالره مصرف كړي دي.
نوموړي د جنوبي اسيا د همكارۍ ټولنې يا سارك د غړو هېوادونو د پارلمانيانو غونډه كې پرون دا هم ويلي، چې پاكستان د ترهګرۍ ښكار دى او ترهګري د نشه يي توكو په پيسو چليږي.
زرداري د سارك ټولنې له غړو هېوادونو هم غوښتي، چې له پاكستان سره مرسته وكړي. پاكستان په تېرو كلونو كې د ترهګرۍ ځپلو په پلمه له امريكا هم په ملياردونو ډالره مرسته ترلاسه كړې ده، خو امريكايي چارواكي اوس په دې اند دي، چې پاكستان به دا مرستې د ترهګرۍ ځپلو پرځاى د ترهګرو په مسلح كولو مصرف كړې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


