ads

د امنیتي واك لېږد او د افغانانو اندېښنې

په داسې حال كې چې په نورستان، زابل، خوست، فراه او پکتیا ولایتونو کې لا تراوسه د امنیتي مسوولینو د لېږد د درېیم پړاو پروسه نه ده عملي شوې، ناټو پر افغان حکومت غږ کړی چې د لېږد د څلورم پړاو د پیلولو لپاره سیمې مشخصې کړي.     په داسې حال كې چې په […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1391

په داسې حال كې چې په نورستان، زابل، خوست، فراه او پکتیا ولایتونو کې لا تراوسه د امنیتي مسوولینو د لېږد د درېیم پړاو پروسه نه ده عملي شوې، ناټو پر افغان حکومت غږ کړی چې د لېږد د څلورم پړاو د پیلولو لپاره سیمې مشخصې کړي.

 

 

په داسې حال كې چې په نورستان، زابل، خوست، فراه او پکتیا ولایتونو کې لا تراوسه د امنیتي مسوولینو د لېږد د درېیم پړاو پروسه نه ده عملي شوې، ناټو پر افغان حکومت غږ کړی چې د لېږد د څلورم پړاو د پیلولو لپاره سیمې مشخصې کړي.

دا خبره د تلې په ۲۱مه د ناټو ملكي استازي ډومينيك مېډلي کړې ده. نوموړي هیله ښودلې چې جمهور رئیس کرزی به د روان میلادي کال تر پایه هغه سیمې مشخصې کړې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په څلورم پړاو کې شاملېږي.

خو د ناټو د دغې غوښتنې په ځواب کې د جمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي ویلي چې د امنيتي مسووليتونو د انتقال د څلورم پړاو د سيمو د مشخصولو لپاره د دوی سختې هڅې روانې دي، فیضي زیاته کړې: (( د لېږد د پړاو هر څومره ژر پلي كېدل د افغانانو په ګټه دى.))

خو له دې ټولو سره سره  سختې اندېښنې دي چې د مسوليتونو د انتقال څلورم او پنځم پړاوونه به د تېرو دریو پړاوونو په نسبت چې درېیمه مرحله یې د بشپړېدو په حال کې ده، ډېر ستونزمن وي.

د دغو وروستیو دوو پړاونو ستونزمنتیا نه یوازې د خلکو په اذهانو کې رېښې ځغلولي، بلکې په دې اړه دفاعي چارواکي هم اندېښنه لري.

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې امنيتي مسووليتونه په آرامو سيمو کې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي، خو نا امنې سيمې پاتې دي.

د دې وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي چې دا دواړه پړاوونه په هغو سيمو کې عملي کيږي چې وسله وال مخالفان په کې زيات فعاليت لري: ((موږ د امنيتي مسووليتونو ترلاسه کول له آسانو سيمو پيل کړل او له امنيتي پلوه سختو سيمو ته ور روان يو.))

جنرال عظيمي څرګنده کړه چې افغان امنيتي ځواکونه له بهرنيو ځواکونو څخه د خپل هېواد د امنيتي مسووليتونو منلو ته ژمن دي؛ خو د ده په خبره ځمکني او هوايي ځواکونه لا تراوسه هم د امريکا او ناټو لخوا په ښو او پرمختللو وسلو او تجهيزاتو نه دي سمبال شوي.

جمهور رئيس کرزي هم د تلې په ۱۷ مه په يوه خبري کنفرانس کې ناټو او د امريکا متحده ايالات ملامته کړل چې د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او پياوړتيا په برخه کې يې لازم اقدامات نه دي کړي.

كرزي په څرګندو الفاظو وويل که چېرې امريکا او ناټو په دې برخه کې خپلې کړې ژمني عملي نکړي، نو افغان حکومت به روسيې، چين، هند او نورو هېوادونو ته مخه کړي.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد د څلورم پړاو بحثونه په داسې حال كې تاوده شوي چې تر دې مهاله د دغه بهير درېيم پړاو لا نه دى بشپړ شوى.

د امنيتي مسووليتونو د انتقال درېيم پړاو د شيكاګو له كنفرانس وړاندې په می مياشت كې اعلان شو. ټاكل شوې ده په دې پړاو كې د افغانستان د يو په درې برخه ولسواليو چې ۷۵ فیصده افغانان په كې ژوند كوي امنيت يې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

په دغه بهير كې د کندهار، بغلان، فراه، فارياب، خوست، کونړ، کندوز، نورستان، پکتيکا، پکتيا، زابل، اروزګان، کاپيسا، تخار، سمنګان، پروان، پنجشير، نيمروز، كابل، دايكنډي، باميان او بلخ ولايتونو اړوندې سيمې شاملې دي.

خو د تلې په ۲۵ مه په کابل کې د ايساف ځواکونو د انتقال د پروسې د ستراتيژۍ د برخې مسوول جنرال ريچارډ کرپويل وويل، پنځه ولايتونه چې د انتقال د پروسې په درېيم پړاو کې شامل دي، تر اوسه يې امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته نه دي سپارل شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه ولايتونه له نورستان، زابل، خوست، فراه او پکتيا ولایتونو عبارت دي.

کرپويل هم هيله ښودلې چې د راتلونکې ميلادي مياشتې تر پايه پورې د انتقال د درېيم پړاو په پاتې سيمو کې هم امنيت انتقال شي: ((هيله من يو چې افغان حکومت د راتلونکې ميلادي مياشتې په وروستيو کې په دې ولايتونو کې هم د انتقال مراسم ترسره کړي.))

د چنګاښ په ۲۷مه چې په ارزګان ولایت کې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد درېیم پړاو ترسره شو له خلکو سره د کلید مرکو وښوده چې د دغه ولایت اوسېدونکي د دې پلویان وو چې د دغه بهیر له لېږد سره جوخت باید افغان ځواکونه تجهیز هم وي.

د جاوید په نوم یوه تن ارزګاني کلید ته ویلي وو، که څه هم د بهرنیانو حضور په دغه ولایت کې د امنیت په ټینګښت کې تاثیر نه ښندي، خو د لېږد بهیر چې چېرته پلی کېږی، باید په کمي او کیفي لحاظ افغان عسکر اماده وي: په ارزګان کې د ناامنۍ لپاره ډېره زمینه شته، زما په فکر دلته د امنیتي مسوولیتونو لېږد په بیړه ترسره شوی.))

د چنګاښ په میاشت کې دا اندېښنه یوازې په ارزګان ولایت پورې محدوه نه وه، بلکې په لوګر کې هم ورته اندېښنې احساسېدلې.

د لوګر والي طاهرخان صبري له رسنیو سره ویلي وو چې په دغه ولایت کې د انتقال پروسه په بیړه ترسره شوې ده، خو هماغه وخت یې بیا له کلید سره په ظاهره له دغې پروسې هرکلی وکړ، هغه کلید ته ویلي وو: ((زموږ غوښتنه دا وه چې لومړی دې په دې ولایت کې محلي پولیس تقویه شي، اوس چې دا کار نه دی شوی، ستونزه نه ده، موږ ترې هرکلی کوو.))

تر دې وړاندې د دغه بهير لومړي او دوهم پړاوونه پلي شوي چې په دې سره افغان ځواكونو د هېواد د ۵۰ په سلو كې خاورې مسووليت په غاړه اخستى دی.  افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد دوهم پړاو د تېرکال د ليندۍ په لسمه، له پروان ولايت څخه پيل شو.

په دې پړاو کې بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل، نيمروز، پروان ولايتونه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل وو. د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او ميدان وردګ يو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دوهم پړاو کې شاملې وې چې امنيت يې افغان ځواكونو ته وسپارل شو.

د امنيتي مسووليتونو د انتقال د درېيم پړاو سيمو له اعلان سره سم هغه چارواكي چې په اړوندو سيمو او ولايتونو كې يې د لېږد د بهير لومړى او دوهم پړاو پلى شوى وو، وویل كه د حكومت له لوري د لومړيو دوو پړاوونو په درېیم پړاوو کې د ولایتونو غوښتنې وانه ورېدل شي، دغه بهير به ډېر کامياب نه وي.

دغو چارواکو  دولت او نړيواله ټولنه په ناغېړۍ او د خپلو ژمنو په نه پلي كولو ملامته کړې، دوى د پوره تجهيزاتو او پرسونل له نشت سر ټكولو  چې د دغو ژمنو د نه پوره كېدو په صورت كې به درېېم پړاو له ستونزو سره مخ شي، اوس پوښتنه دا ده چې څلورم پړاو به څه ډول پلی شي؟

هغه مهال د هرات مرستيال نصيرالدين جامي کلید ته ویلي وو: ((  په داسې حال كې چې افغان لوري ته، د هرات ښار د امنيتي مسووليت له لېږد څخه ډېر وخت تېرېږي، خو دولت او نړيوالې ټولنې لا هم په خپلو ژمنو عمل نه دى كړى.))

جامي انتقاد کړی وو چې د سيمو تر ټاكلو وړاندې د دولت نه سلا، په ولسواليو كې د پوليسو لږ تشكيل او په پرمختللو وسلو او مهماتو د افغان ځواكونو نه سمبالتيا په دې برخه كې لويې ستونزې وې.

په همدې حال كې يو شمېر هغه امنيتي چارواكي چې سيمې يې د انتقال په لومړي پړاو كې شاملې وې او کلید ورسره مرکې کړې وې، د پوره پرسونل او تجهيزاتو د نشت له كبله په خپلو سيمو كې د امنيت  ساتلو په اړه شك اندېښنه لرله.

د پنجشېر ولايت مرستيال عبدالرحمن كبيري او د لغمان د امنیه قومندانۍ ځینو چارواکو کليد ته ويلي وو چې د دغه بهير تر پلي كېدو وړاندې بايد په بېلا بېلو برخو كې مثلا د تجهيزاتو د كمي او نورو كې د دوى نيمګړتياوې پوره شوې واى، خو د دوى په خبره، د چارواكو او نړيوالې ټولنې له ژمنو سره سره په دې برخه كې كوم عملي ګام نه دى اخستل شوى. كبيري  زياتوي: (( د هغو امكاناتو چې موږ يې د دغه پړاو تر پلي كېدو وړاندې هيله لرله، ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.))

د هېواد د ناامنو ولايتونو له ډلې هلمند هم له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. په هغه وخت کې چې د دغه ولايت چارې د ګلاب منګل په لاس کې  وې، کلید ته ویلي وو: ((  موږ ډېره وړاندیز کړي و، هيله لرو چې زموږ ستونز ته په پوره پاملرنه وكړي.))

د باميانو ولايت د امنيت امر سمونوال غلام سخي نېك پى د دغه ولايت په اړه کلید ته ویلي وو: (( موږ د پوليسو د سمبالتيا او پرسونل په برخو كې اندېښنې لرو او موږ ته بايد زرهدار موټرونه راكړل شي، څو موږ له باميانو څخه په ښه او مطمين ډول دفاع وكړو.))

له بل لوري يو شمېر پوځي کارپوهان هم د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د تېرو پړاوونو په اړه جلا جلا نظریات لري.  جنرال عتيق الله امرخېل وايي، تر هغه ځايه چې ليدل كېږي ستونزې ډېرې وې، كه تاسې وګورئ پېښې، ترور، چاودنې او بريدونه په ډېر موثر ډول په دغو پړاوونو كې ترسره شول.

امرخېل وړاندیز کوي چې د وسلې ټولول، د ځمكنيو او هوايي سرتېرو پوره سمبالتيا او د حكومت او خلكو تر منځ د واټن له منځه وړل كولاى شي راتلونکي پړاوونه( څلورم او پنځم) بریالي کړي:  (( كه يو ځاى موږ له ستونزې سره مخ شو،  او هوايي ځواک ونه لرو، اړ يو چې له بهرني هوايي ځواك څخه گټه پورته وكړو او هغوى جلب كړو چې دا كار ډېر ستونزمن دى.))

د ملي دفاع وزارت پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم همدا خبره کړې چې د افغانستان پوځي د امنیت د راوستو لپاره ښه تجهیز ته اړتیا لري، هغه ویلي وو چې ((  موږ د يوې بهرنۍ منظمې او اوږدې جګړې پر وړاندې، درنو وسلو، په هوايي برخه كې ښكاري هدف ويشتونكو او بم غورځوونكو الوتكو او  د هوايي ضد وړتياوو او زرهدار موټرونو او وسلو ته اړتيا لرو. ))

دا اندېښنې داسې مهال رامخې ته كېږي چې د مسووليتونو د انتقال د دوهم پړاو په لومړيو كې حكومتي چارواكو ويل چې په دې برخه كې به يو شمېر د پام وړ كارونه ترسره كړي، خو د څلورم پړاو په رانېږدې كېدو  سره لا هم، كوم څه نه تر سترګو كېږي.

د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د توافق له مخې، د ۲۰۱۴ ميلادي كال په پاى كې ټول نړیوال ځواکونه چې جګړه کوي له افغانستان څخه وځي.

د همدې هوكړې له مخې  د ۲۰۱۳ میلادي کال تر پایه پورې د ټول افغانستان امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول په پنځو پړاوونو كې افغان ځواكونه ته لېږودل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA