له امريکا وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړې او امريکا د دې ډلې يو مهم غړى قاري ذاکر د مهمو مطلوبو کسانو په لېست کې شامل کړى دى.
له امريکا وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړې او امريکا د دې ډلې يو مهم غړى قاري ذاکر د مهمو مطلوبو کسانو په لېست کې شامل کړى دى.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د خپلې غونډې پر مهال حقاني شبکه په افغانستان کې پر ترسره شوو خونړيو بريدونو تورنه او په تور لېست کې يې شامله کړه.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د يادې شبکې يو مهم غړى قاري ذاکر يې هم په تور لېست کې شامل کړى او يو له مهمو مطلوبو کسانو يې شمېرلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په امريکا کې د قاري ذاکر د ټولو شتمنيو او جايدادونو د ضبطولو حکم شوى او امريکايي وګړي ورسره د هېڅ ډول معاملې کولو اجازه نه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قاري ذاکر د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د څانګې مشر دى.
له دې وړاندې امريکا په تېره سپټمبر مياشت کې حقاني شبکه د نړيوالو تروريستي سازمانونو په لېست کې شامله کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

