ads

سبا په امريکا كې ټاکنې ترسره كېږي

په امريکا کې نن د ټاکنيز کمپاين وروستۍ ورځ ده او د دواړو کانديدانو ډېره توجه هغو ايالتونو ته ده، چې د امريکا لپاره يې د راتلونکي جمهوررئيس په ټاکنه کې رايې د اهميت وړ بلل کيږي. په امريکا کې نن د ټاکنيز کمپاين وروستۍ ورځ ده او د دواړو کانديدانو ډېره توجه هغو ايالتونو […]

نویسنده: TKG
15 لړم 1391
سبا په امريکا كې ټاکنې ترسره كېږي

په امريکا کې نن د ټاکنيز کمپاين وروستۍ ورځ ده او د دواړو کانديدانو ډېره توجه هغو ايالتونو ته ده، چې د امريکا لپاره يې د راتلونکي جمهوررئيس په ټاکنه کې رايې د اهميت وړ بلل کيږي.

په امريکا کې نن د ټاکنيز کمپاين وروستۍ ورځ ده او د دواړو کانديدانو ډېره توجه هغو ايالتونو ته ده، چې د امريکا لپاره يې د راتلونکي جمهوررئيس په ټاکنه کې رايې د اهميت وړ بلل کيږي.

جمهوررئيس باراک اوباما د خپل کمپاين وروستۍ ورځ له وسکانسن ايالت نه پيلوي، چې له هغه وروسته به اييوا او اوهايو ايالتونو ته هم سفر وکړي.

د هغه سيال مېټ رامني به د کمپاين په وروستۍ ورځ فلوريډا، ورجينيا، نيو همپشاير او اوهايو ايالتونه ته مخه کړي.

باراک اوباما د يکشنبې په ورځ په نيو همپشاير او فلوريډا ايالتونو کې ټاکنيزو غونډو ته ويناوې وکړې، خو د جمهوريت غوښتونکو کانديد مېټ رامني په پينسلوانيا ايالت کې وليدل شو.

د رامني د ټاکنيز ټيم په وينا، داسې ښکاري، چې په ممکنه ډول اوس په دې ايالت کې جمهوري غوښتونکى کانديد بريالى دى.

د يکشنبې په ورځ له هغو نظر پوښتنو، چې له اوهايو نه خپرې شوې، جوته شوه، چې جمهوررئيس اوباما د خپل سيال مېټ رامني په پرتله ايله دوه فيصده مخكې دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA