ads

د رابرټ بېلز محاکمه نن پيلېږي

ټاكل شوې نن هغه امريکايي سرتېرى، چې د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژنه تورن دى، د لومړي ځل لپاره نن محکمې ته حاضر شي.     ټاكل شوې نن هغه امريکايي سرتېرى، چې د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژنه تورن دى، د لومړي […]

نویسنده: TKG
15 لړم 1391
د رابرټ بېلز محاکمه نن پيلېږي

ټاكل شوې نن هغه امريکايي سرتېرى، چې د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژنه تورن دى، د لومړي ځل لپاره نن محکمې ته حاضر شي.

 

 

ټاكل شوې نن هغه امريکايي سرتېرى، چې د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژنه تورن دى، د لومړي ځل لپاره نن محکمې ته حاضر شي.

د محکمې په غونډه کې دا تصميم نيول کېږي، چې رابرټ بېلز په کومه پوځي محکمه کې محاکمه شي او که نه؟

په واشنګټن کې د فورټ لاويس مکچارت پوځي اډې وياند ګيري ډانګر فيلډ د فرانسې خبري اژانس ته وويل، تمه کېږي رابرټ بېلز د محکمې په استماعيه غونډه کې د دوشنبې له ورځې برخه واخلي او دا بهير به شپږ ورځې روان وي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، د قربانيانو خپلوان او د پېښې عيني شاهدان به د کندهار له پوځي هوايي اډې څخه د ويډيويي اړيكې له لارې په دې محاکمه برخه واخلي، خو د پوځي اډې وياند دا مسئله تاييد نه کړه.

٣٩ کلن رابرټ بېلز په دې تورن دى، چې د مارچ مياشتې په ١١مه د شپې مهال په پنجوايي ولسوالۍ کې له خپلې پوځي اډې وتلى او د ٩ ماشومانو په ګډون يې ١٦ ملکي وګړي په ډله ييز ډول وژلي او ويل کېږي، چې ځينو مړو ته يې اور هم اچولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA