ads

ځانمرګي بريد د امن د لښکر مشر وواژه

د خيبر پښتونخو ايالت په بونير سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له كبله د امن لښکر د مشر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. په بونير کې د ايازخان په نوم يوه دولتي چارواکي وويل، چې دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې وشو. د خيبر پښتونخو ايالت په […]

نویسنده: TKG
14 لړم 1391
ځانمرګي بريد د امن د لښکر مشر وواژه

د خيبر پښتونخو ايالت په بونير سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له كبله د امن لښکر د مشر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. په بونير کې د ايازخان په نوم يوه دولتي چارواکي وويل، چې دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې وشو.

د خيبر پښتونخو ايالت په بونير سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له كبله د امن لښکر د مشر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

په بونير کې د ايازخان په نوم يوه دولتي چارواکي وويل، چې دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې وشو.

د هغه په وينا، پر موټرسايکل سپور ځانمرګي بريدكوونكي په سيمه کې د جوړ شوي امن لښکر د مشر فتح خان له موټر سره خپل موټر سايکل وجنګاوه، چې په دې چاودنه کې د فتح خان په ګډون پنځه تنه ووژل شول او د دوى موټر هم له منځه تللى دى.

د يادونې ده، چې فتح خان د بونير ولسوالۍ د قومي امن لښکر مشر و، چې په ٢٠٠٩ ميلادي کال  کې له طالب وسلوالو سره جنګېدلى و او د پاکستان دولت ورته صدارتي مډال هم ورکړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA