ads

وکیل صاحبانو حج مو مبارک شه!

افغانانو هم عجيب عجيب نظامونه او د هغوى د سرلارو ماجراوې تجربه کړې، خو دې وروستيو لسو كلونو ته د خلكو ډېرې هیلې، مګر هماغه خبره ده چې د مور زړه په زوى او د زوى زړه په توره تيږه. افغانانو هم عجيب عجيب نظامونه او د هغوى د سرلارو ماجراوې تجربه کړې، خو دې […]

نویسنده: TKG
14 لړم 1391
وکیل صاحبانو حج مو مبارک شه!

افغانانو هم عجيب عجيب نظامونه او د هغوى د سرلارو ماجراوې تجربه کړې، خو دې وروستيو لسو كلونو ته د خلكو ډېرې هیلې، مګر هماغه خبره ده چې د مور زړه په زوى او د زوى زړه په توره تيږه.

افغانانو هم عجيب عجيب نظامونه او د هغوى د سرلارو ماجراوې تجربه کړې، خو دې وروستيو لسو كلونو ته د خلكو ډېرې هیلې، مګر هماغه خبره ده چې د مور زړه په زوى او د زوى زړه په توره تيږه.

دا وروستۍ لسيزه موږ ته د ډيموكراسۍ په نوم راوړاندې شوه، موږ هم ويل دا ګوړه به خوږه وي او د ولس غږ، حق او عدالت ته د لاسرسي ډنډوره به رښتيا هم زموږ په ګټه وي.

د بن او لويې جرګې تر جوړېدو وروسته، د اساسي قانون په رڼا كې په دې نيت چې د خلكو حكومت به راشي، پارلمان ته لاره اواره او بالاخره په يوه خېمه كې دا شورا هم په ۱۳۸۳ كال سره راغونډه شوه. خو پارلمان په وروستيو كې جالبې ټوكې وکړې، پر كرسۍ د وكيلانو خوب، په بوتلو ګوزارونه، د تورو ښيښو شاهي موټرونه او داسې نور….

د بودجې رد او بيا تاييد، د وزيرانو رد او بيا تاييد، سلب صلاحيت او بيا د صلاحيت وركړه، نوې ببولالې وې چې د پارلمان له دوهمې دورې راپورته شوې، په دې به هم خولې ته برغولى ونيسو، ستره نادره چې ولسي جرګې په ناڅاپي توګه وكړه، د لوى اختر له رارسېدو يوه اوونۍ مخكې د پارلمان رخصتي او تر ۱۷۰ وكيلانو د حج په زيارت مشرف كېدنه وه، حج ته دې خداى ټول مسلمانان ورولي، موږ نه وايو چې ولې دوى ولاړل، بلكې څنګه لاړل؟

اوس چې ولاړئ حج مو مبارک، خو دا نه شئ ويلئ چې حج ته تګ زما قانوني حق و، ځكه له تاسو پاتې ملګري مو وايي چې په ناقانونه توګه د درېيم او څلورم ځل لپاره حج ته تللي یاست، دې موضوع ستاسو د څنګ وکیلان ډېر حیران کړي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسين ناصري وايي: (( زه چې سهار راغلم تالار مې بند وليدو او دا كار د قانون خلاف دى او هيڅ قانوني مشروعيت نه لري.))

نوموړی سخت حیران دریان دی چې له اختر يوه اوونۍ وړاندې پارلمان رخصت، غونډې له ځنډ سره مخ او خداى زده حاضري به يې بيا د كومې ګوډګرې ابۍ په تعويز پوره كېږي.

د مشرانو جرګې غړى محمد داوود اساس د ولسي جرګې د غړو له لوري ناقانونه رخصتۍ او د غونډو ځنډول سرغړونه بولي: ((دولت هر وكيل ته درې درې تنه سهم وركړى و، دوى په دې چانس كې خپلوان واستول.))

وكيل صاحبه ستا حج ته تر غير قانوني تګ وروسته د مشرانو جرګې غړي ډاكټر حضرت شاه نورستاني دغه ډول چارې ظلم وبللې ځكه ستا پر تګ ډېر مستحق كسان شايد له حج پاتې شوي وي: ((د دې كسانو وړيا ليږل ښه كار نه دى، مستحق ډېر دي او زموږ هيواد ډېر بې وزله دى.))

د دې لپاره چې تاسو ۱۷۰ وكيلان صاحبان بيا د ملامتيا ګوته رسنيو ته ونه نيسئ، نو د اوقافو وزارت د حج رئيس قاضي فيض محمد مختار وايي چې دوی څوك وړیا نه دي ليږلي خو هر وكيل درې تنه سهم لري چې هر كس خپل كسان ور وپېژندل او هغوى خپلې پيسې تحويل كړې، اوس چې تاسې خپل کسان ورپېژندلي، نو بیا تاسو له کوم درکه حج ته ولاړئ؟

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA