ads

له زغمه وتلى بحران

د رسمي شمېرو له مخې، په غزني کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې برابره ډېر شوی چې  شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته رسېدلى دى. غزني د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دى چې په کې له لويه سره د کوکنارو د کښت څرک نه لګيږي، خو په نشه د روږدو کسانو […]

نویسنده: TKG
14 لړم 1391

د رسمي شمېرو له مخې، په غزني کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې برابره ډېر شوی چې  شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته رسېدلى دى. غزني د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دى چې په کې له لويه سره د کوکنارو د کښت څرک نه لګيږي، خو په نشه د روږدو کسانو شمېر په کې لږ نه دی، بلکې د پخوا په پرتله درې برابره زيات شوى دی.

 

 

د رسمي شمېرو له مخې، په غزني کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې برابره ډېر شوی چې  شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته رسېدلى دى.

غزني د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دى چې په کې له لويه سره د کوکنارو د کښت څرک نه لګيږي، خو په نشه د روږدو کسانو شمېر په کې لږ نه دی، بلکې د پخوا په پرتله درې برابره زيات شوى دی.

په نشه يي توكو د روږدو کسانو خپلوان وايي چې تر ډېره حده په دې برخه کې لګول شوې پيسې په نورو پروژو لګول شوې دي.

نشه يي توكي هغه ستره او دردوونكې غميزه ده چې په دې وروستيو كلونو كې يې زموږ د هېوادوالو په تېره بيا ځوانانو لمن نيولې.

خو په خواشينۍ سره په دې وروستیو کلونو کې د نارینه وو ترڅنګ  یو شمېر ښځې هم  د نشه يي توكو په استعمال روږدې شوي چې د ښځو د اعتیاد عمده علت د ژوند هغه ناخوالې دي کومې چې  په هېواد کې د اوږدې جګړې له كبله را برسېره شوې دي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې چارواكي وايي، ۷۰ فيصده نشه يي توكي د ايران له لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته قاچاقېږي.

د دې ترڅنګ چارواکي دا هم وايي چې افغانستان ته د نشه يي توکو د توليد لپاره زياتره کېمياوي مواد هم له ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا ايران، پاکستان، چين او روسيې څخه راوړل کېږي.

که څه هم په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله زياته ده، خو چارواکي او شنونکي وايي، که د سيمې او په تېره بيا ګاونډي هېوادونه دې ته لار پرانيزي چې د دوى له خاورې نشه يي توکي په اسانه سره قاچاق شي، نو په افغانستان کې د کوکنارو مخنيوى ستونزمن کار دى.

په هېواد كې د نشه يي توكو د كركيلي، قاچاق او خپرېدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده، آن تر دې چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي هم د نشه يي توكو په قاچاق كې په لاس لرلو تورن دي.

د دغه كور وراني ښامار پر وړاندې د مبارزې لپاره بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپرېدو په مخنيوي كې ډېره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم چې غواړي زموږ بېوزلي او مظلوم هېوادوال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدو كسانو د درملنې لپاره دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

كه څه هم د اړوندو مسوولينو په وينا، د هېواد یو شمېر ولايتونه د دغو توكو له كر څخه پاك اعلان شوي او يو شمېر د درملنې مركزونه هم شته، خو د معتادينو د شمېر په پرتله ډېر لږ دي. دغه ستونزه نه يوازې په هېواد، بلكې په نړيواله كچه  لمن پراخوي او د افغانانو لپاره يو زړه بوږنوونكى مصيبت ګڼل كيږي.

زموږ په هېواد كې هېڅ داسې ستونزه له كړكېچه ډكه نه ده لكه چې د نشه يي توكو د مخنيوي چارې ستونزمنې دي.

كه څه هم په وروستيو كلونو كې د نشه يي توكو پر ضد مبارزه يو څه اغېزناكه شوې ده، خو له بده مرغه سربېره پر دومره هلو ځلو تر اوسه داسې كوم څرك نه تر سترګو كيږي چې د دغه بدمرغه بوټي د كركيلي او قاچاق مخه دې په ټپه ودرول شي.

په ټوليزه توګه د هېواد په كچه د یو نیم ميليون په شاوخوا كې كسان په نشه يي توكو روږدي دي چې ۱۲۰ زره يې ښځې او د ۶۰ زرو په شاوخوا كې ماشومان دي.

دغه شمېرې د دې ښكارندويي كوي چې په څومره لوړه كچه د روږدو كسانو شمېره مخ په زياتيدو ده. زموږ په دوديزه او وروسته پاتې ټولنه كې چې ښځې تل د څلورو دېوالونو بنديوانې او د ماشومانو د روزنې او پالنې مسوولې ګڼل كيږي، كله چې روږدې كيږي، نو څرګنده خبر ده چې د دغه عمل اغېز به يې په ماشومانو هم پرېوزي.

د يوې ټوليزې پايلې په توګه افغان دولت بايد د نشه يي توكو پر وړاندې په خپله مبارزه كې ريښتنى واوسي او د دغه ناوړه بوټي په له منځه وړلو كې د نړيوالې ټولنې پوره ملاتړ خپل كړي، پرته له دې دا بحران به د افغانستان د راتلونكي نسل لپاره له زغمه وتلى وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA