د خوست د تڼیو ولسوالۍ په للمې سیمه کې د اسیایي پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت د اوبو او تنظیم ریاست لخوا د شپږ سوه مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ په للمې سیمه کې د اسیایي پرمختیایي ګروپ په مالي لګښت د اوبو او تنظیم ریاست لخوا د شپږ سوه مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په هغه غونډه کې، چې د همدې امله جوړه شوې وه، د خوست ولایتي ادارې د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان وویل، چې پدې دیوال باندې د اتلسو ملیونو، اوه لکه او اوه زرو افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دى.
ده زياته كړه ولایتي اداره پدې هڅه کې ده، ترڅو په نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو کارونه پیل کړي، خو ده پدې برخه کې د ولس همکاري ډېره مهمه وبلله.
د تڼیو ولسوال دولت خان قیومي هم له دا ډول پروژو څخه ډېره خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، چې د دې دېوال څخه نه یوازې دوه نیم سوه کورنۍ ګټه اخلي، بلکې د جوړېدو په وخت کې هم د دې سیمي خلکو پکې مزدوري کوله.
د ده په وینا، دولت باید دې ولسوالۍ ته نور هم پام وکړي، ترڅو د خلکو په هره برخه کې ستونزي حل شي.
د یادولو ده، چې پرون هم د خوست ښار شمال لوري ته اسیايي پرمختیایې ګروپ په مالي لګښت د حبشخیلو په سیمه کې د ۲۲ میلیونو څخه په زیات لګښت باندې استنادي دیوال او د ځمکو خړبولو اوبو بندونه پرانیستل شول او په تڼیو ولسوالۍ کې دا څلورمه پروژه ده، چې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

