دوې اوونۍ تېرې شوي، خو د ډيورنډ كرښې په اړه، د پاكستان او افغانستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن څرګندونې لا هم د افغانانو توند غبرګون له ځانه سره لري.
دوې اوونۍ تېرې شوي، خو د ډيورنډ كرښې په اړه، د پاكستان او افغانستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن څرګندونې لا هم د افغانانو توند غبرګون له ځانه سره لري.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي مارک ګراسمن کابل ته په خپل وروسته سفر کې له يوه خصوصي ټلوېزیون سره په مركه كې ويلي چې هېواد يې ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د پولې په توګه په رسميت پېژني.
افغان منتقدین په دې باور دي چې ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ میلادي کال بریتانیې د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف پر امیر عبدالرحمن خان تپلې وه او د افغانانو لپاره هېڅ ارزښت نه لري.
د ملي شورا ځینې غړي او ګوندیان وايي چې د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی، نه د امریکا او په دې اړه د خارجیانو له لوري د نظر څرګندول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ملي ايتلاف وايي، د ډيورنډ كرښې په اړه تصميم نيوونكي يوازې د افغانستان خلك دي او هېڅ كس يا هېواد په دې اړه كوم واك او صلاحيت نه لري.
د دې ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا وايي، ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ پوله نه ده او ملګرو ملتونو هم د پولې په توګه په رسميت نه ده پېژندلې.
نوموړي د ګراسمن او نورو امریکايي مقاماتو څرګندونې نا سنجول شوې وبللې او زياته يې كړه د افغانستان سياسي ګوندونه له دې مسئلې سره منطقي چلند كوي.
اوريا زياتوي: (( په دې اړه د سياسي ګوندونو او سياسي ايتلافونو دريځ واضح دى، د ډيورنډ د مسئلې په اړه پرېكړه نه د افغانستان د حكومت كار دى او نه هم د كوم بل قدرت، دا د افغانستان په خلكو پورې تړاو لري چې د ملګرو ملتونو په مرسته يې په اړه تصميم ونيسي.))
اوريا د ګراسمن خبرو ته په اشارې وايي دا سياسي چل او مكر دى، او سياسي ګوندونو ته نه ښايي چې په دې شيانو پسې لاړ شي: (( موږ د پاكستان پر وړاندې د امريكا عملي پاليسۍ تقديروو او هيله من يو چې امريكا تر دې هم پر پاكستان خپل فشارونه زيات كړي، ځکه دا هېواد چې په مصنوعي ډول منځ ته راغلى په هماغه ډول د نړۍ له جغرافيا ورك شي.))
له بل لوري د حق او عدالت ګوند مشر سيد جواد حسيني وايي، د ډيورد كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د صفري نقطې په توګه په ۱۸۹۳ كال د ۱۰۰ كلونو لپاره وه، خو د سردار محمد داوود خان په وخت كې باطله وگڼل شوه.
د حسيني په خبره، له سياسي او اقتصادي اړخه دا كرښه د افغانستان لپاره ځانګړى ارزښت لري چې له همدې كبله له كلونو راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دې مسئله اختلاف وجود لري:(( د دواړو هېوادونو تر منځ اختلاف دوه اړخه لري، يو حقوقي اړخ دى، زما په نظر په حقوقي چارو كې كېداى شي دومره لوى اختلاف وجود ونه لري، ځكه په حقوقي چارو كې نړيواله ټولنه كولاى شي دخيله شي او دغه مسئله حل كړي.))
د حسيني په وينا، د دغه اختلاف دوهم اړخ سياسي دى چې د نوموړي په خبره په دې برخه كې ښايي چې افغانستان چنې ووهي او څومره چې كولاى شي ډېر امتياز لاسته راوړي.
په همدې حال كې د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور ليوال د افغانستان له حكومت څخه غواړي چې افغانانو ته تاريخ روښانه كړي او د افغانستان قلمرو مشخص كړي: (( د افغانستان حكومت بايد په دې برخه كې د افغانستان خلكو ته حقيقت ووايي، دا يو تاريخي حقيقت دى، موږ د تاريخي افغانستان د قلمرو په اړه ملي داعيه لرو او دا مسئله هغه مهال موږ كولاى شو تر بحث ونيسو چې موږ د سياسي، اقتصادي او ملي يووالي له اړخه يو په پښو ولاړ او ځواكمن افغانستان ولرو چې دغه ملي داعيه په ديپلوماتيك ميز مطرح كړو.))
د ګوندونو او سیاسي کارپوهانو باوجود د مشرانو جرګې غړي هم د ګراسمن نامسوولانه څرګندونو په غوسه کړې دي.
د مشرانو جرګې غړى حافظ عبدالقيوم وايي، د افغانستان خلك د ډيورنډ كرښه په رسميت نه پېژني او د ګراسمن خبرې د افغانستان په كورنيو چارو كې بربنډه لاسوهنه ده: (( يو بهرنى هېواد بايد هېڅكله هم د افغانستان او پاكستان تر منځ په دې جنجالي مسئله كې مداخله ونه وكړي، موږ امريكا نه د نړۍ د قاضي په توګه منو، نه د څارنوال.))
د مشرانو جرګې بل غړى علي اكبر جمشيدي ډيورنډ كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ اساسي ستونزه ګڼي او وايي، نن د افغان حكومت لپاره تر ټولو ښه وخت دى، چې د دغې مسئلې د حل لپاره ګام پورته كړي.
جمشيدي زياتوي: (( د امريكايي ديپلومات (ګراسمن) نظر محكوموو، له بده مرغه امريكا تل افغانستان ته د پاكستان له عينكو كتلي دي.))
له بل لوري د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار د غونډې په پاى كې له افغان حكومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب او د افغانستان ګټو ته په كتو دغه موضوع حل كړي.
د نوموړي په باور نه ښايي چې دغه موضوع لا نوره هم د دواړو هېوادونو تر منځ د نا حل شوې ستونزې په توګه پاتې شي.
له بل لوري د افغان حكومت چارواكي د ډيورند مسـئله د افغانستان په خلكو او دولت پورې تړلې بولي، د جمهور رياست د وياند مرستيال سيامك هېروي وايي، افغان حكومت په يوازې سر نه شي كولاى په دې اړه تصميم ونيسي.
هېروي زياتوي: (( دا د افغانستان د خلكو په اكثريت رايو پورې تړلې مسـئله ده، تنها حكومت نه شي كولاى په دې اړه تصميم ونيسي، دا د افغانستان د دولت او د افغانستان د خلكو كار دى. ))
خو د اکتوبر پر ۲۳مه یعنې د ګراسمن له څرګندونو یوه ورځ وروسته د امريکا سفير جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل “دا څه نوې خبره نه ده، يوازې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني.”
که څه هم سفير په دې اړه د خبريالانو له ګڼو پوښتنو سره مخ شو، خو په دې اړه يې نور جزیيات ور نه کړل.
په همدې ورځ د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ډېورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې.
په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې ” افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي.”
په ١٨٩۳ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.
خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.
په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.


