د حزب اسلامي او افغان دولت د پلاوو ترمنځ څو ځلې د سولې خبرې اترې پیل او بیا په ناڅاپي توګه بندې او بې نتیجې پاتې شوې دي. یو ځل خو د دغه تنظیم مشر ګلبدین حکمتیار په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي و چې جګړه به د خارجیانو تر وتلو غځوي، خو اوس وايي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته حکومت لپاره طرحه لري.
د حزب اسلامي او افغان دولت د پلاوو ترمنځ څو ځلې د سولې خبرې اترې پیل او بیا په ناڅاپي توګه بندې او بې نتیجې پاتې شوې دي. یو ځل خو د دغه تنظیم مشر ګلبدین حکمتیار په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي و چې جګړه به د خارجیانو تر وتلو غځوي، خو اوس وايي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته حکومت لپاره طرحه لري.
دا طرحه کابو دوه اوونۍ مخکې شاوخوا ۶۰ مشرانو چې نومونه یې نه دي اخستل ترلاسه کړې ده. په دې وړانديز شوې طرحه کې د ګډ او ايتلافي حكومت غوښتنه شوې او د افغان شخړې د حل لپاره د بین الافغاني تفاهم اړتیا ویني.
که څه هم ځینې کسان د حزب اسلامي له دغې طرحې ملاتړ کوي، خو ځینې نور بیا پوښتي، آیا دا د نویېمې لسیزې د جګړو نتیجه نه ده چې لاهم د ولس لاس له ګریوان څخه نه ټولېږي؟
د حزب اسلامي په دې طرحه كې دا اشاره هم شوې چې د ملي پوځ ليكو كې خدمت دې په هر وګړي د يوه كال لپاره جبري شي. دا ښه وړاندیز دی، خو په دغه ځای کې پوښتنه دا ده چې د نجیب د وخت مجهزه اردو چا ړنګه كړه؟ وسلې د ګاونډيانو په لاس كېوتې او هغه كسان چې پوځ كې يې خدمت كړى و د انساني حق له پولو وغورځول شول.
دغه راز د حزب اسلامي په وړاندېز كې دا هم راغلي چې ګوندي او شخصي واك دې له پښو وغورځول شي. دا په عين حال كې ښه مګر له ستونزو ډكه خبره ده، ځكه دا ګوندونه چې حكمتيار صاحب يې يادوي، د هماغه وخت د سياسي او په واك مينو رهبرانو جوړ كړي دي، كه ګوند نه وي هم دوى ته شخصي ګټې معتبرې دي او ګوند خو د دوى لپاره يوه وسيله ده چې پر ځاى به يې د كومې بلې وسيلې لټه كوي.
كاشكې دا خبرې شل كاله مخكې عملي شوې واى او که داسې شوي وای، نو نن به مو دا بده ورځ نه وه خو له اندېښنو سره سره د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني دغو وړاندېزونه خوښ کړی او وايي، حزب اسلامي دې له دولت سره د تړلو خبرو دروازه بيا پرانيزي.
حزب اسلامي له دولت سره خپلې وروستۍ خبرې هغه مهال وځنډولې چې افغانستان او امريكا په خپلو كې ستراتېژيك سند لاسليك كړ، د دې تړون له مخې به د اړتيا سره سم امریکايي قوتونه تر ۲۰۲۴ كاله پورې په افغانستان كې پاتې وي، دا هغه مورد دی چې وړاندې تر دې حزب اسلامي ته د منلو وړ نه وه، خو اوس خبره بل ډول ښکاري، ځکه دغه حزب د ۲۰۱۴ كال د حكومت لپاره طرحه وړاندې كوي، مګر بیا پوښتنه دا ده چې ولې خپله نه راځي؟ ايا د راتلو نيت يې شته؟ كه شته نو څنګه يې خپله پخوانۍ اراده ترك كړې؟ كه په هغو تېرو پښيماني ښيي، نو دا كار يې ولې مخكې نه كاوه چې د هېواد په يو ګوټ كې خو لږ تر لږ د سولې يوې كوترې وزرې وهلې واى؟
ښه دا به هم پرېږدو، تېر په هېر، حزب اسلامي اوس ښه نظر وړاندې كړى، له دې مخكې چې ۲۰۱۴ راشي او خداى مه كړه تنظيمي جګړه چې د پیلېدو نغاره یې ډنګول کېږي، تېره بیا چې په تېر وخت کې یې دا حزب یو مخکښ هم و، په اصطلاح پیل شي، نو ولې سر له اوسه دا حزب پخپله خواخوږۍ كې عملي ګام نه پورته كوي او ولې د وړاندېزونو پر ځاى د خبرو مېز ته نه كېني؟
د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار هم غوښتي چې حكمتيار دې د خپل حسن نظر د ثابتولو لپاره عملي ګام پورته كړي، له همدې ځايه دې خپلو قانوني فعاليتونو ته دوام وركړي او د طرحو د وړاندې كولو پر ځاى دې د خبرو مېز ته كېني:((دې ته ورته طرحه يې مخكې هم موږ ته راكړې وه او موږ هم خپله طرحه په مكتوبي ډول د حزب اسلامي پلاوي ته وسپارله.))
حزب اسلامي چې كومه وروستۍ طرحه وړاندې كړې دا خو نوې ځكه نه ده چې افغان ولس د همدغو خبرو لپاره شيبې شمېري، په دې برخه كې حزب اسلامي او د سولې شورا هم تر ډېره همغږي وو، نو ولې حكمتيار بېرته پر شا شو او د خير كار ولې دومره وځنډېده؟
که چېرې فرض کړو چې دا طرحه به عملي شي، خو دا ضمانت به څوك وركړي چې له ۲۰۱۴ وروسته به كه طالبان په دې هر څه د چليپا كرښه راكش كړي او هماغسې د دوى په خبره سنګر ونيسي، حكمتيار به يې پر وړاندې څه کوي؟ د دغسې بحران د مخنیوي لپاره د سياسي چارو كارپوه عبدالرشيد ارين غواړي چې د ګلبدين طرحه د طالبانو تاييد هم ترلاسه كړي، خو مياګل وثيق يې بيا ځكه ګټوره نه بولي چې ايتلافي حكومت يو ځل وار له مخه دا ولس چيچلى دى: (( كه ټولې خواوې په يوه سلا افغاني صادق او ژمن حكومت جوړ او ۳۰ مليونه افغانانو استازيتوب وكړي، نو دا ښه خبره ده، مګر ګونديان خپلې ګټې سنجوي نه د ولس.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


