د خوست ولايت د مرکز اړوند د متون په حبشخېلو سیمه کې د یوه سربند او استينادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې. د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان د پروژې د پرانیستې پرمهال کلید ته وویل، چې دغه سربند او استېنادي دېوال د اسیا پرمختیايي ګروپ
د خوست ولايت د مرکز اړوند د متون په حبشخېلو سیمه کې د یوه سربند او استينادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان د پروژې د پرانیستې پرمهال کلید ته وویل، چې دغه سربند او استېنادي دېوال د اسیا پرمختیايي ګروپ په لګښت جوړېږي.
روان زياته كړه، چې د استېنادي دېوال اوږدوالی ۶۵۰ متره او د سربند اوږدوالی اتیا مترو ته رسېږي، چې پرې څه باندې دوه ویشت ملیونه افغانۍ لګښت کیږي او چارې به یې د نیږدې درېیو میاشتو په موده كې بشپړې شي.
د روان په وینا، له دې پروژې څخه به شاوخوا ۱۶ سوه کورنۍ ګټه پورته کړي او ترڅنګ به یې نیږدې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې د سيمې اوسېدونكي هم د دې پروژې له پیل کېدو څخه خوښ ښکارېدل او د ورته نورو پروژو دپلي کېدا غوښتنه یې کوله.
نورو ویناوالو هم په خبرو کې د پروژې پرکیفیت او څرنګوالي ټینګار وکړ او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې د خپلې پروژې چارې په خپله په ښه ډول پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې د سربندونو، ویالو او استېنادي دیوالونو هغه څه دي، چې په خوست كې ورته ډېره اړتیا لیدل کیږي او سیمه ييز خلك يې هم د جوړېدو غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


