د امريکا په شمال ختيځ کې د سنډې طوفان په پايله کې د وژل شويو شمېر ۹۰ کسانو ته رسېدلى او د دغې شمېرې د زياتوالي وېره شته ده. د دغه څو ورځني طوفان له كبله د وژل شويو ۳۸ تنه يې د نيويارک ښار دي او ډېر نور لا تري تم دي.
د امريکا په شمال ختيځ کې د سنډې طوفان په پايله کې د وژل شويو شمېر ۹۰ کسانو ته رسېدلى او د دغې شمېرې د زياتوالي وېره شته ده.
د دغه څو ورځني طوفان له كبله د وژل شويو ۳۸ تنه يې د نيويارک ښار دي او ډېر نور لا تري تم دي.
له طوفان وروسته اوس د ټرانسپورټ، روغتيا، برېښنا او اوبو د سيسټمونو پر بيا فعالېدو کار روان دى، خو لا هم د امريکا په ۱۲ ايالتونو کې ميليونونه کسان برېښنا نه لري او د سون توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د ملي ګارد ځواکونه د نيويارک د اوسېدو سيمو ته په پاکټونو کې پخه ډوډۍ او د څښلو د پاکو اوبو بوتلونه وروړي.
د ژغورنې کارکوونکي اوس د ځپل شويو سيمو په ځانګړي ډول د سټېټن په ټاپو کې کور په کور پلټنې کوي.
د نيويارک له دغې جنوب لوېدېځې سيمې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۵ کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


