ads

روسيه او فرانسه نن د افغانستان په اړه بحث کوي

ټاکل شوې، چې د روسيې او فرانسې د امنيت د همکارۍ د شورا غړي نن په پاريس کې سره وګوري. په دې شورا کې د دواړو هېوادونو د دفاع او د بهرنيو چارو وزيران شامل دي.   ټاکل شوې، چې د روسيې او فرانسې د امنيت د همکارۍ د شورا غړي نن په پاريس کې سره […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1391
روسيه او فرانسه نن د افغانستان په اړه بحث کوي

ټاکل شوې، چې د روسيې او فرانسې د امنيت د همکارۍ د شورا غړي نن په پاريس کې سره وګوري. په دې شورا کې د دواړو هېوادونو د دفاع او د بهرنيو چارو وزيران شامل دي.

 

ټاکل شوې، چې د روسيې او فرانسې د امنيت د همکارۍ د شورا غړي نن په پاريس کې سره وګوري.

په دې شورا کې د دواړو هېوادونو د دفاع او د بهرنيو چارو وزيران شامل دي.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميه وايي، چې د دواړو هېوادونو استازي به تر ۲۰۱۴ ميلادي کال پورې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره د همکاريو پر څرنګوالي او د نشه يي توكو د قاچاق د مخنيوي پر لارو خبرې وکړي.

د روسيې خبري اژانس انټرفاکس وايي، چې د روسيې او فرانسې استازي به همدا راز پر هغو ممکنو ځانګړو شرايطو خبرې وکړي، چې پر اساس يې نړيوال ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدلاى شي.

د روسيې او فرانسې د امنيتي همکاريو د شورا استازي به په پاريس کې په دې غونډه کې د سوريې پر حالاتو او د ايران د اټومي پروګرام په اړه هم غور وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA