په سوريه کې پوځ او مخالفينو د لوى اختر په وياړ څلور ورځنى ډز بنديز اعلان کړي دي. ملګرو ملتونو ددغه ډز بنديز پر عملي کولو شک ښودلي دي؛ دا ځکه چې اعلان په مشروط ډول شوي، چې وايي که هر لوري ډزې وکړې، مخالف لوري د “ځوابي ډزو حق لري
په سوريه کې پوځ او مخالفينو د لوى اختر په وياړ څلور ورځنى ډز بنديز اعلان کړي دي.
ملګرو ملتونو ددغه ډز بنديز پر عملي کولو شک ښودلي دي؛ دا ځکه چې اعلان په مشروط ډول شوي، چې وايي که هر لوري ډزې وکړې، مخالف لوري د “ځوابي ډزو حق لري
دغه ډز بنديز د سوريې لپاره د نړيوال استازي اخضر ابراهيمي په غوښتنه شوى دى.
دغه اوربند سر د جمعې له ورځې (د اختر لومړۍ عملي کېدونکى دى.
د سوري پوځ مشرتابه ويلي، چې د اوربند پرېکړې ته ژمن دي، چې تر راتلونکې دوشنبې به دوام ومومي.
د پوځ په يوه اعلاميه کې راغلي، چې سوري پوځ “په دې موده کې د هر راز بريد او ډزو د ځوابي ډزو حق لري.”
خو د سوريې خپلواک پوځ چې دغه اوربند ته يې خپله ژمنتيا ښودلې ده، ويلي چې که چېرې حکومتي ځواکونو دغه تړون مات کړ، دوى به کلک ځواب ورکړي.
د فرانسې خبري اژانس د خپلواک پوځ د پوځي شورا د رييس جګړن مصطفى الشيخ له خولې ويلي، چې “دغه اوربند ته ټول ښکېل اړخونه د ډز بنديز لپاره ژمن دي، خو که له دغو ډلو پرته نورې ډلې نښتې او ډزې وکړي، په دې تړون کې نه راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


