ads

په عراق کې د ياغيانو د بريدونو په ترڅ کې يولس تنه ووژل شول

په عراق کې د ياغيانو د بريدونو په ترڅ کې پرون لږ تر لږه يولس تنه ووژل شول. د موټرو د پرزو د يوې دولتي فابريکې لږ تر لږه څلور تنه کارکوونکي هغه وخت د مشاهده په ښار کې وسله والو ووژل، چې خپلو کورونو ته روان وو. په عراق کې د ياغيانو د بريدونو […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1391
په عراق کې د ياغيانو د بريدونو په ترڅ کې يولس تنه ووژل شول

په عراق کې د ياغيانو د بريدونو په ترڅ کې پرون لږ تر لږه يولس تنه ووژل شول. د موټرو د پرزو د يوې دولتي فابريکې لږ تر لږه څلور تنه کارکوونکي هغه وخت د مشاهده په ښار کې وسله والو ووژل، چې خپلو کورونو ته روان وو.

په عراق کې د ياغيانو د بريدونو په ترڅ کې پرون لږ تر لږه يولس تنه ووژل شول.
د موټرو د پرزو د يوې دولتي فابريکې لږ تر لږه څلور تنه کارکوونکي هغه وخت د مشاهده په ښار کې وسله والو ووژل، چې خپلو کورونو ته روان وو.
دا ښار د بغداد شمال ته په ديرش کيلومترۍ کې پروت دي.
په نورو بريدونو کې پوليس او پوځيان د بغداد په لويديځ، ختيځ او شمال کې وژل شوې دي.
د عراق په مرکزي سيمه د بعقوبه په ښار کې بيا دوه تنه شيعه وسله والو وژلي دي او د عراق په شمال د کرکوک په سيمه کې يو ماشوم هغه وخت ووژل شو چې په موټر سايکل کې چاوديدونکي مواد وچاودل.
په عراق کې په وروستيو کې شخړې زياتې شوې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA