ads

د ٢٠١٣کال د نوبل جايزې ته د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وشوه

يوه کاناډايي رهبر د ٢٠١٣ کال د نوبل جايزې لپاره تېره ورځ د يوه ليک په ترڅ کې د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وکړه.  د کاناډا د ليبرال ګوند رهبر باب رى تېره ورځ په دې اړه د نوبل جايزې کمېټې ته يو ليکل شوى وړانديز وليږه . يوه کاناډايي رهبر د ٢٠١٣ کال […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1391
د ٢٠١٣کال د نوبل جايزې ته د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وشوه

يوه کاناډايي رهبر د ٢٠١٣ کال د نوبل جايزې لپاره تېره ورځ د يوه ليک په ترڅ کې د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وکړه.  د کاناډا د ليبرال ګوند رهبر باب رى تېره ورځ په دې اړه د نوبل جايزې کمېټې ته يو ليکل شوى وړانديز وليږه .

يوه کاناډايي رهبر د ٢٠١٣ کال د نوبل جايزې لپاره تېره ورځ د يوه ليک په ترڅ کې د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وکړه.
د کاناډا د ليبرال ګوند رهبر باب رى تېره ورځ په دې اړه د نوبل جايزې کمېټې ته يو ليکل شوى وړانديز وليږه .
په دې وړانديز کې رى ليکلي دي چې ملاله دې د بشري حقونو د اساسي دفاع د هڅو په خاطر، ښځو، خويندو ، ځان او د نړۍ د نجونو لپاره د نوبل جايزې ته ونومول شي.
١٤کلنه ملاله يوسفزۍ ، چې د سوات په منګوره کې  د ښځو او نجونو يوه فعاله وه ، د تلې په ١٨مه هغه مهال ، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه ، د وسلوالو له خوا بريد پرې وشواو ټپي شوه ،چې بيا وروسته د پاکستانيو طالبانو وياند ددغه بريد مسووليت پرغاړه احيستى و.
د راپورونو په اساس، ملاله چې د سر او غاړې په برخو کې لګېدلې ، د پېښور په يوه روغتون کې تر يوې اونۍ درملنې وروسته د ښې درملنې په موخه لندن ته وليږل شوه .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA