ads

د ناامنى تصور په رغونې بد اغيز پرېباسي

د پکتيا لسګونه قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ كې د سناتورانو څرګندونې وغندلې. سناتورانو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه كې ويلي وو، چې په پکتيا کې امنيتي وضعه خرابه ده او په دې ولايت کې د بيارغونې چارې تر ډېره بريده د ترينګلي […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1391
د ناامنى تصور په رغونې بد اغيز پرېباسي

د پکتيا لسګونه قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ كې د سناتورانو څرګندونې وغندلې. سناتورانو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه كې ويلي وو، چې په پکتيا کې امنيتي وضعه خرابه ده او په دې ولايت کې د بيارغونې چارې تر ډېره بريده د ترينګلي امنيت له کبله په سم ډول په مخ نه ځي.

 

 

د پکتيا لسګونه قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ كې د سناتورانو څرګندونې وغندلې.

سناتورانو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه كې ويلي وو، چې په پکتيا کې امنيتي وضعه خرابه ده او په دې ولايت کې د بيارغونې چارې تر ډېره بريده د ترينګلي امنيت له کبله په سم ډول په مخ نه ځي.

د دغې اعتراضيه غونډې يو تن ګډونوال او قومي مشر ګلاب خان په خپلو خبرو كې وويل، چې په پکتيا کې امنيت د هيواد د اکثره ولايتونو په پرتله ښه ليدل کېږي.

د ده په وينا؛ دا چې د مشرانو جرګې غړي په ناليدلو سترګو د پکتيا د امنيتي وضعيت په اړه څرګندونې کوي، يوه ناسمه چاره ده.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس شايسته جان احدي بيا وايي؛ د دې ولايت امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوی او د هيواد د نورو سيمو په پرتله په دې ولايت کې امنيتي ستونزې په هغه کچه نه دي، لکه څرنګه يې چې تصور کېږي.

نوموړی د مشرانو جرګې د استازو دا څرګندونې ردوي چې ګواکې په پکتيا کې دې امنيتي وضعه ترينګلې وي.

دی وايي؛ څه موده وړاندې د مشرانو جرګې د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل ته د ښه امنيت راوستو په سر ستاينليک هم ورکړی.

د پکتيا يو شمېر قومي مشران د دې ولايت د خراب امنيت ذهنيت خورول، د بيارغونې او حياتي پروژو د تر سره کېدو په مخ کې خنډونه جوړېدل بولي.

قومي مشر جنت خان منګل وايي؛ دا ډول څرګندونې په پکتيا کې په بيارغونه منفي اثر پرېباسي.

د مشرانو جرګې مطبوعاتي مسؤل قيوم حکيمزی د پکتيا د امنيت په اړه شوې څرګندونې يوازې د څو يا يوه سناتور نظر بولي او وايي چې د ټولې جرګې استازيتوب دا ډول څرګندونې نه شي کولای.

که څه هم د پکتيا امنيتي وضعيت هومره ترينګلی نه بلل کېږي، لکه څرنګه يې چې تصور کېږي او د بيارغونې ترسره کېدونکې پروژې له همدې امنيت سره تړلې بلل شوې دي.

دا چې په دې ولايت کې امنيتي وضعه ښه بلل کېږي خو د بيارغونې د چارو له کيفيت او کميت څخه د دې ولايت اکثره اوسېدونکي ناراضه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA