ads

اوباما له ايران سره د اټومي پروګرام پر سر دوه په دوه خبرو ته تيارى ښودلى

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما دې ته تيار دى، چې له ايران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام پر سر دوه په دوه خبرې وکړي، خو دا مهال دغه خبرې اترې نه دي پلان شوي. سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما دې ته تيار دى، چې له ايران سره د دې هېواد د […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1391
اوباما له ايران سره د اټومي پروګرام پر سر دوه په دوه خبرو ته تيارى ښودلى

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما دې ته تيار دى، چې له ايران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام پر سر دوه په دوه خبرې وکړي، خو دا مهال دغه خبرې اترې نه دي پلان شوي.

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما دې ته تيار دى، چې له ايران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام پر سر دوه په دوه خبرې وکړي، خو دا مهال دغه خبرې اترې نه دي پلان شوي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني پرون وويل، د اوباما اداره دې ته تياره ده، چې خبرې اترې وکړي، په دې شرط چې ايرانيان د خبرو په برخه کې جديت وښيي.

امريکا او ايران دواړو مخکې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ويلي يې وو، امريکا او ايران په اصولو کې موافقه کړې، چې خبرو ته کېني.

د دوشنبې په شپه د جمهوري رياست د ټاكنود کمپاين په وروستۍ مناظره کې جمهوررئيس اوباما وويل، ده له اوږدې مودې ايران ته د دوه اړخيزو خبرو اترو د امکان وړانديز کړى دى.

اوباما همدارنګه وويل، د امريکا په ملاتړ پر ايران لګېدلو نړيوالو بنديزونو د ايران اقتصاد ځپلى، چې د ايران د پولي واحد ارزښت يې راټيټ کړى او د تېلو توليدات يې ډېر کم کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA