سپينه ماڼۍ وايي، دوى دې ته تيار دي، چې له ايران سره د دې لپاره يو په يو خبرې وكړي، چې د دغه هېواد د اټومي وسلې مسئلې ته يو ډيپلوماټيكه حل لار پيدا كړي.
سپينه ماڼۍ وايي، دوى دې ته تيار دي، چې له ايران سره د دې لپاره يو په يو خبرې وكړي، چې د دغه هېواد د اټومي وسلې مسئلې ته يو ډيپلوماټيكه حل لار پيدا كړي.
د امريكا د ملي امنيت شورا وياند ټامې ويټور وايي، د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما ويلي، چې دى به ايران ته اجازه ور نه كړي، چې اټومي وسله جوړه كړي او د دې لپاره به هر هغه څه وكړي، چې ضروري ګڼل كېږي.
د ويټور په وينا، ايران بايد په دې برخه كې خپل مسووليت وپېژني، كنه نو له نورو فشارونو سره به هم مخ شي.
د نيويارك ټايمز د يوه رپوټ له مخې، امريكا او ايران په دې سره سلا شوي دي، چې خبرې به پيلوي، خو ايران بيا په دې ټينګار كوي، چې دغه خبرې بايد د نوامبر تر شپږمې نېټې، چې ټولټاكنې به كېږي، وځنډيږي، خو ويټور بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول هوكړه ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


