ads

بیا هم بله قرباني

تېره اونۍ د هېواد یو شمېر دیني عالمانو له دولت څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر سره کوونکو ته دې جزا ورکړل شي. دغه عالمانو چې (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې د اسلامي تعالیمو د ونډې) تر عنوان لاندې کنفرانس کې سره را غونډ شوي وو، په […]

نویسنده: TKG
1 لړم 1391
بیا هم بله قرباني

تېره اونۍ د هېواد یو شمېر دیني عالمانو له دولت څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر سره کوونکو ته دې جزا ورکړل شي. دغه عالمانو چې (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې د اسلامي تعالیمو د ونډې) تر عنوان لاندې کنفرانس کې سره را غونډ شوي وو، په زوره

تېره اونۍ د هېواد یو شمېر دیني عالمانو له دولت څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر سره کوونکو ته دې جزا ورکړل شي.

دغه عالمانو چې (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې د اسلامي تعالیمو د ونډې) تر عنوان لاندې کنفرانس کې سره را غونډ شوي وو، په زوره ودونه، د کم عمره نجونو ودول او له تعلیم او کار څخه یې د ښځو محرومول د اسلام د شریعت مخالف وګڼل.

د هېواد دیني عالمان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې هره ورځ د هیواد له بیلابیلو سیمو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرونه اورو. د تاوتریخوالي نوې او زړه بوږنوونکې پیښه د سحر ګل د پیښې په څیر دبدخشان په ولایت کې رامنځ ته شوې، چې د بدخشان ولایت د بشري حقونو د کمسیون څانګې د دې میرمنې له وضعیت څخه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دوی په وینا ګلثوم دوهمه میرمن ده، چې د دې ولایت په کشو سیمه کې د خپل خاوند او بنې له خوا په یوه خونه کې زنداني شوې.

د بدخشان د بشر حقونو د ساحوي دفتر مشر وحیدالله ارغوان وايي، چې د ګلثوم روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی، هغه وایي د دوی له غوښتنو سره سره بیا هم امنیتي چارواکو د دې پیښې عاملین ونه نیول.

همدا راز په بدخشان کې د ښځو چارو رییسه هم چې د ګلثوم روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بولي وایي، چې له دغې میرمنې سره د هغې د خاوند او بنې له خوا تاوتریخوالی کیده.

همداشان د هیواد د بشر د حقونو خپلواک کمیسون، ولسي جرګه او د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو له امله اندیښنه څرګندوي.  د ښځو د وژنې د پیښو زیاتیدل او پر هغوی جنسي تیري هغه څه دي، چې دغه ادارې یې په اندیښنه کې اچولي.

د بشر د حقونو په خپلواک کمسیون کې د ښځو د حقونو د څانګې مسوولې ثریا صبحرنګ وویل، چې هره ورځ دوی ته په راغلیو دریو دوسیو کې دوه یې پر ښځو د جنسي تیریو دي.

د صبحرنګ په وینا، د ناموسي وژنو کچه ډیره لوړه شوې ده او د تیر کال په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی ډیر شوی دی، خو د ناموسي وژنو او جنسي تیري کچه بیا تر ټولو لوړه ده.

په مجموع کې له ښځو سره تاوتریخوالی د تیر په پرتله ډیر شوی دی، چې ښه بیلګه یې په بغلان کې په دولس کلنې مینا جنسي تیری او په غزني کې په درو د صابرې وهل دي، چې له یو هلک سره د نامشروع اړیکو په تور د یوه ملا په حکم ووهل شوه.

سره له دې، چې په هېواد کې ډیرې ادارې دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې کار کوي، خو د رپوټونو له مخې لا هم د ښځو وهل ټکول، ځان سوځونه،وژنه، په زور ودول، د نفقې نه ورکول او ډیرې نورې ستونزې موجودې دي.

د ښځو بې سوادي، له خپلو حقونو نه د هغوی بې خبري، ناسم اقتصاد او پر هغوی د بیځایه فرهنګ حاکمیت د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو لاملونه دي.

دغه تاوتریخوالي تر ډیره په ولایتونو کې دي د رپوټونو له مخې د ښځو پر وړاندې تبعیض او له هغوی سره تاوتریخوالی د ټولنې او کورنۍ په کچه ناوړه پایلې لري.

د غیرت په نوم وژل، د ښځو ځان سوځونه، له کور نه د هغوی تيښته او په مخدره موادو اخته کیدل له ښځو سره د تاوتریخوالي مهم ډولونه دي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په اند، که څه هم په ملي شورا کې د ښځو ونډه پراخه ده، خو وایي، چې د نظام په رهبرۍ کې ښځو ته کم چانس ورکړل شوی.

د بشري حقونو خپلواک کمسیون په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبره کوي؛ چې ملګري ملتونه وایي، افغان حکومت نه دی توانیدلی، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په بشپړه توګه عملي کړي.

د دې قانون له مخې، چې دوه کاله مخکې نافذ شوی، د ښځو وهل ټکول، په زوره ودول، د ښځو خرڅول په بدو کې د ښځو او نجونو ورکول جرم دی او د دی پیښو عاملینو ته د سزا غوښتنه شوې ده.

که څه هم تردې پخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خپاره شوي وو، خو په وروستیو دریو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکې پيښې رامنځ ته شوې. خلک نیوکه کوي چې دولت تل  یوازې د پیښو په اړه د څیړنو خبره کوي او عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې جدي ا قدامات نه کوي او همداشان په مجرمینو او ناقضینو د قانون د نه تطبیق له کبله هم ورځ تر بلې د تاوتریخوالي کچه زیاتیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA