ads

بشارالاسد د سوريې ملي واكمنۍ ته درناوى غواړي

د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ويلي، چې په دغه هېواد کې د کړکېچ د ختمولو په هدف هر راز حل لارې ته چمتو دى، خو شرط دا دى چې د سوريې ملي واکمنۍ ته درناوى وشي. د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ويلي، چې په دغه هېواد کې د کړکېچ د ختمولو په هدف هر راز حل لارې […]

نویسنده: TKG
1 لړم 1391
بشارالاسد د سوريې ملي واكمنۍ ته درناوى غواړي

د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ويلي، چې په دغه هېواد کې د کړکېچ د ختمولو په هدف هر راز حل لارې ته چمتو دى، خو شرط دا دى چې د سوريې ملي واکمنۍ ته درناوى وشي.

د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ويلي، چې په دغه هېواد کې د کړکېچ د ختمولو په هدف هر راز حل لارې ته چمتو دى، خو شرط دا دى چې د سوريې ملي واکمنۍ ته درناوى وشي.

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي ټولنې له ځانگړي استازي اخضر ابراهيمي سره له کتنې وروسته بشارالاسد په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې د کړکېچ د هوارۍ د برخې په توگه هر راز بهرنۍ لاسوهنه رد کړه.

اخضر ابراهيمي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، هڅه کوي د لوى اختر پرمهال ښکېلې غاړې پر يوۀ اوربند سلا کړي او د سوريې د حکومت ځواب ته سترگې په لار دى.

نوموړي له بشارالاسد سره تر دې ليدنې وروسته په سوريه کې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې بې له قيد او شرط څخه په اوربند موافقه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA