د ايران قضايي چارواکو تېره ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، چې درې تنه تروريستان يې په سيستان بلوچستان ولايت کې اعدام کړي دي. اعلاميه وايي، چې دا کسان د هغې چاودنې په جرم اعدام شول، چې دوه کاله مخکې لږترلږه اوه شپېته تنه په کې وژل شوي وو.
د ايران قضايي چارواکو تېره ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، چې درې تنه تروريستان يې په سيستان بلوچستان ولايت کې اعدام کړي دي.
اعلاميه وايي، چې دا کسان د هغې چاودنې په جرم اعدام شول، چې دوه کاله مخکې لږترلږه اوه شپېته تنه په کې وژل شوي وو.
دا کسان ټول د زاهدان ښار په زندان کې اعدام شوي دي.
د ايران قضايي چارواکو دا کسان تروريستان بللي دي، خو د سنيانو ډله جند الله چې د چاودنو مسووليت يې اخيستى و، نه ده ياده شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

