د خوست د شيخ زايد پوهنتون د نوي کتابتون لپاره د ١٢ مليونو افغانيو په ارزښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې. دغه وداني له هغو پيسو څخه جوړېږي، چې خوست ته د کوکنارو د نه کرلو له امله د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت لخوا هر کال ورکول کېږي.
د خوست د شيخ زايد پوهنتون د نوي کتابتون لپاره د ١٢ مليونو افغانيو په ارزښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
دغه وداني له هغو پيسو څخه جوړېږي، چې خوست ته د کوکنارو د نه کرلو له امله د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت لخوا هر کال ورکول کېږي.
په خوست کې د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې ريئس ميراناګل ټڼيوال وايي، دغه ودانۍ د ١٢ مليونو افغانيو په ارزښت جوړېږي، چې چارې به يې په راتلونكو لسو مياشتو کې بشپړ شي.
د دې ودانۍ د كار د پيل په مراسمو كې د شيخ زايد پوهنتون ريئس پوهاندوى محمدرسول باوري ژمنه وكړه، چې د ودانۍ له جوړوېدو وروسته به هڅه وکړي، څو د محصلينو د مطالعې لپاره بېلا بېل کتابونه او په دې برخه کې دوى لپاره اړينې اسنتياوې برابرې کړي.
په ورته وخت كې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، هغه پيسې چې خوست ته د نشه يې توکو د نه کر په وياړ ورکول کيږي ډېرى به يې په ښوونيز مرکزونو ولګول شي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په هغو پيسو چې خوست ته د نشه يې توکو د نه کرلو له امله ورکړل شوې وې، بېلا بېلې پرژې پرې جوړې شوي او يا يې د جوړېدو چارې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


