ads

ملالې به ژوندۍ وي

په لره پښتونخوا كې د پښتنو په بازارونو، جوماتونو كې چاودنې، د انسانانو بې جوازه وژنې او قتلونه لا كم وو چې  وېره اچوونکو د ټوپك شپېلۍ په يوه معصومه نجلۍ چې لا د خداى حق هم پرې نه و، وربرابره شوه. په لره پښتونخوا كې د پښتنو په بازارونو، جوماتونو كې چاودنې، د انسانانو […]

نویسنده: TKG
29 تله 1391
ملالې به ژوندۍ وي

په لره پښتونخوا كې د پښتنو په بازارونو، جوماتونو كې چاودنې، د انسانانو بې جوازه وژنې او قتلونه لا كم وو چې  وېره اچوونکو د ټوپك شپېلۍ په يوه معصومه نجلۍ چې لا د خداى حق هم پرې نه و، وربرابره شوه.

په لره پښتونخوا كې د پښتنو په بازارونو، جوماتونو كې چاودنې، د انسانانو بې جوازه وژنې او قتلونه لا كم وو چې  وېره اچوونکو د ټوپك شپېلۍ په يوه معصومه نجلۍ چې لا د خداى حق هم پرې نه و، وربرابره شوه.

وسله والو په سوات کې وياړمنه څېره ملاله يوسفزۍ په دې ونه زغملى شوه چې دوه كاله يې د دوى پر وړاندې د قلمي مبارزې جرئت وكړ، هغې د خپل ورځني ژوند ليك پاڼې ( د ګل مكۍ ډايري)) په نامه بي بي سي ته استولې او د سوات د يوې يوې شيبې ترخه حالات يې په كې انځورول.

ملالې د خپلې قلمي مبارزې پر مټ وكولاى شول چې د خپلې بې وزلۍ ځپلې سيمې له  نجونو د زده كړو اخستل شوى حق بېرته راوګرځوي او له درې مياشتې ځنډ وروسته ټول ښوونځي د نجونو پر وړاندې پرانيزي.

ملالې خپله دغه مبارزه له ۲۰۰۹ كال پيل او په دې موده كې يې د پاكستان حكومت لخوا د سولې عالي جايزې تر څنګه له نورو نړيوالو ادارو هم جايزې واخستې، خو تر ټولو ستر وياړ او د شهرت سبب يې دا و چې د ۲۰۱۱ كال لپاره په هالنډ كې د سولې نړيوالې جايزې ته هم نومول شوې وه.

په دغې زړورې نجلۍ د اكتوبر په ۱۰مه  د دوو وسله والو لخوا په داسې حال كې بريد وشو چې د سوات په مينګوره كې  له ښوونځي ( خوشال ګرلز سكول اينډ كالج) څخه د رخصتۍ پر مهال كور ته روانه وه، ملاله په دغه بريد كې پر سر دوه مرمۍ ولګېده او دوه ملګرې يې هم ورسره ټپيانې شوې.

د پاكستاني طالبانو وياند احسان الله احسان خبريالانو ته د ټليفون په كرښه پر ملالې يوسفزۍ د بريد پړه ومنله او ويې ويل، ملاله يې ځكه تر بريد نيولې چې د طالبانو ضد افكار يې خپرول: (( موږ څو وارې اخطار وركړ، دې اوباما خپل ايډيال ټاكلى و، فكر يې غربي او سيكولر و، كه ژوندۍ پاتې شوه، بيا يې وژنو.))

ملاله كه څه هم په دغه بريد كې سخته ټپي شوه، مګر د كاميابې تداوئ له كبله د خطر له حالته راووته، پر نوموړې د وسله والو بريد د نړۍ په كچه توند غبرګونونه راوپارول. د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما، هېلري كلنټن، جمهور رئيس كرزي او پاكستاني لوړوپوړو چارواكو د غندنو تر څنګه په پاكستان او افغانستان كې د زرګونه ښوونځيو زده كوونكو د ملالې د روغ صحت دعاوې وكړې.

پاكستاني رسنۍ د دغه هېواد د كورنيو چارو د وزارت له قوله وايي، د ملالې له سرڅخه مرمۍ د راولپينډۍ په پوځي روغتون كې ويستل شوې، خو ۱۰ فيصده يې دماغو ته صدمه رسېدلې او پړسوب يې كړى، مګر نوموړې اوس د برتانیا د برمنګهم په اليزابت روغتون كې بستري ده.

پر ملاله يوسفزۍ د بريد په غندنه كې د دې تر څنګه چې د سوات ښوونځي د يوې ورځې لپاره د اكتوبر په ۱۰ وتړل شول، د پښتونخوا عوامي ګوند مشرانو هم دغه بريد وغانده، د دغه ګوند يو لوړ پوړى چارواكي افضل خان لالا د دغې پېښې غندنه داسې کړې ده: (( ملاله په ویشتلو نه مري، بلکې دغه ډول بریدونو سره د پښتونخوا او په تېره د سوات د اوسېدونکو هوډ او عزم نور هم پخېږي.))

نوموړي پر امنيتي ادارو غږ وكړ چې له سوات څخه  د سخت دريځو د ډلو ټپلو پر ضد مټې راونغاړي او يو په يو ونيسي: (( شر اچوونكي له سوات نه دي وتلي، دا بايد له پټو ځايونو راوويستل شي او ونيول شي.))

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریه نولانډ پر نوموړې وسله وال بريد ناځوانه عمل وباله او په سختو ټكو يې وغانده: (( پر ماشومانو بريد يو ناځوانه كار دى.)) د دې تر څنګه پر ملالې يوسفزۍ د طالبانو بريد، هغه تود خبر و چې د داخلي او نړيوالو ورځپاڼو سرټكي هم ورته ځانګړي وو، نيويارك ټايمز وليكل: طالبانو د حق غږ پورته كوونكې نجلۍ هم وويشته، دغه موضوع واشنګټن پوسټ او ټايم مجلې هم راوخسته او په دې اړه يې د خلكو غبرګونونه خپاره كړل، د ټايم مجلې د تحليل له مخې په پاكستان كې د بشري حقونو فعالان تر ګواښ لاندې دي.

دغه راز د بريټانيا ګارډين ورځپاڼې يوه ليكنه خپره كړه چې په كې ښودل شوې وه د سخت دريځو وسله والو طالبانو پر ضد له حده زيات ولسي جذبات پارېدلي دي. نوموړې ته د افغانستان د پوهنې د وزارت د اعلان له مخې په ۱۵۰۰۰ ښوونځيو كې د روغتيا دعا وشوه، د پوهني وزير فاروق وردګ په يوه خبري كنفرنس كې پر ملالې بريد د پوهنې پر بهير سخت بريد وباله او زياته يې كړه: ((په ډاد سره وايم  دغه ډول بریدونه په افغانستان او د پښتونخوا په ګډون ټوله سیمه کې د پوهې د پیاوړتیا په هدف د ويښتابه را ژوندی شوی احساس نشي وژلی او لا به یې پیاوړی کړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA