ads

ملاله يوسفزۍ په خپلو پښو درېدلى شي

بريتانوي ډاکټرانو، چې د ملالې يوسفزۍ درملنه کوي پرون وويل، ملاله د لومړي ځل لپاره توانېدلې، چې د بل چا په مرسته ودرېږي. د برمنګم ښار د کوين اليزابت روغتون رئيس ډاف روزر وويل، ملاله لا غږېدلى نه شي ځکه، چې د هغې په تنفسي مرۍ کې د ساه ايستلو لپاره نل نصب بريتانوي ډاکټرانو، […]

نویسنده: TKG
29 تله 1391
ملاله يوسفزۍ په خپلو پښو درېدلى شي

بريتانوي ډاکټرانو، چې د ملالې يوسفزۍ درملنه کوي پرون وويل، ملاله د لومړي ځل لپاره توانېدلې، چې د بل چا په مرسته ودرېږي. د برمنګم ښار د کوين اليزابت روغتون رئيس ډاف روزر وويل، ملاله لا غږېدلى نه شي ځکه، چې د هغې په تنفسي مرۍ کې د ساه ايستلو لپاره نل نصب

بريتانوي ډاکټرانو، چې د ملالې يوسفزۍ درملنه کوي پرون وويل، ملاله د لومړي ځل لپاره توانېدلې، چې د بل چا په مرسته ودرېږي.

د برمنګم ښار د کوين اليزابت روغتون رئيس ډاف روزر وويل، ملاله لا غږېدلى نه شي ځکه، چې د هغې په تنفسي مرۍ کې د ساه ايستلو لپاره نل نصب شوى، خو نوموړې خپلې خبرې ليکلى شي.

روزر زياته كړه، چې د ملالې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى، خو لا هم له خطره يو مخ نه ده وتلې.

د نوموړي په وينا، د مغزو له ټپونو سره سره داسې ښکاري، چې د ملالې حافظه کار کوي.

څوارلس کلنه ملاله يوسفزۍ، چې په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې د نجونو د ښوونې لپاره د حقونو فعاله ګڼل کېږي څه باندې يوه اوونۍ مخكې د پاکستاني طالبانو په ډزو پر سر ټپي شوه او تېره دوشنبې د درملنې لپاره بريتانيا ته يووړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA