ads

افغانستان په اړه د ډله ييز امنيتي تړون اندېښنه

د ډله ييز امنيتي تړون ټولنه پر يو لړ اقداماتو کار کوي، ترڅو د هغو ستونزو مخه ونيسي، چې ممکن د ۲۰۱۴ کال په پاى کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد او ګاونډيو هېوادونو کې رامنځته شي. د ډله ييز امنيتي تړون ټولنه پر يو لړ اقداماتو کار کوي، […]

نویسنده: TKG
29 تله 1391
افغانستان په اړه د ډله ييز امنيتي تړون اندېښنه

د ډله ييز امنيتي تړون ټولنه پر يو لړ اقداماتو کار کوي، ترڅو د هغو ستونزو مخه ونيسي، چې ممکن د ۲۰۱۴ کال په پاى کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد او ګاونډيو هېوادونو کې رامنځته شي.

د ايترتاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د ډله ييز امنيتي تړون د ټولنې عمومي منشي نيکولاى بورديوژا پرون په بيجينګ کې وکړه.

بورديوژا وويل، اوس کارپوهان اټکل کوي، چې د ۲۰۱۴ کال په پاى کې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حالات احتمالاً خورا خراب شي.

د هغه په وينا، ښايي افراطيت زور واخلي او احتمالاً د تروريستي اقداماتو په څېر ستونزې زياتې شي.

بورديوژا د ډله ييز امنيتي تړون ټولنې، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو، د يورو اسيا د اقتصادي ټولنې او د شانګهاى د همکارۍ ټولنې د لوړ پوړو چارواکو په درېيمه ګډه غونډه کې د ګډون لپاره د چين پايتخت بيجينګ ته تللى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA