د امريکا خزانې وزارت پرون په پاکستان کې درې تنه د بنديزونو په لست کې شامل کړل. پر دې کسانو تور پورې شوی دی، چې د ترورستي ډلو ملاتړ يې کاوه.
د امريکا خزانې وزارت پرون په پاکستان کې درې تنه د بنديزونو په لست کې شامل کړل.
پر دې کسانو تور پورې شوی دی، چې د ترورستي ډلو ملاتړ يې کاوه.
په دغو کې يو مولوي ادم خان اڅکزی او بل علي چوهدري د پاکستان دي، پر دغو دوو واشګتن تور پورې کړی دی، چې د افغانستان او پاکستان طالبانو، همدا راز د ازبکستان اسلامي جنبش ته چاوديدونکي مواد چمتو کوي.
دريم تن قاري ايوب بشير نوميږي او د معلوماتو له مخې د ازبکستان او افغانستان تابعت لري. پر قاري بشير تور پورې شوی دی، چې په افغانستان او پاکستان کې د ازبکستان د اسلامي جنبش مالي مرستې تنظيموي.
د امريکا د بنديزونو له مخې د دغو دريو کسانو شتمنۍ په امريکا کې کنګل کيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


