ads

د لوګر امنيت او منفي تصور

د لوګر ولايتي چارواکي او اوسېدونکي وايي د امنيتي وضعې تت تصوير د بيارغونې په چارو او د خلکو په عامه ذهنيت منفې اغېزه کړې او په وينا يې ځينې ادارې نه غواړي چې په دې ولايت کې رغنيزو چارو ته زړه ښه کړي. د لوګر ولايتي چارواکي او اوسېدونکي وايي د امنيتي وضعې تت […]

نویسنده: TKG
26 تله 1391
د لوګر امنيت او منفي تصور

د لوګر ولايتي چارواکي او اوسېدونکي وايي د امنيتي وضعې تت تصوير د بيارغونې په چارو او د خلکو په عامه ذهنيت منفې اغېزه کړې او په وينا يې ځينې ادارې نه غواړي چې په دې ولايت کې رغنيزو چارو ته زړه ښه کړي.

د لوګر ولايتي چارواکي او اوسېدونکي وايي د امنيتي وضعې تت تصوير د بيارغونې په چارو او د خلکو په عامه ذهنيت منفې اغېزه کړې او په وينا يې ځينې ادارې نه غواړي چې په دې ولايت کې رغنيزو چارو ته زړه ښه کړي.

دوى وايي؛ امنيتي وضعه هومره ترينګلې نه ده، لکه څرنګ يې، چې مرستدويان انګيري، د دوى په خبره چې د دې ولايت امنيت تر پخوا ټينګ شوی.

د لوګر اوسېدونکي وايي؛ يو وخت داسې راپورونه هم له ځينو رسنيو خپاره شول چې پکې ويل شوي وو، په لوګر کې د پوهنيز وضعيت پر وړاندې زياتې امنيتي ستونزې او تهديدونه موجود دي، خو د دوى په خبره، د دې ولايت په ټولو سيمو کې ښوونځي فعال دي او پر وړاندې يې هيڅ امنيتي ستونزه نشته.

شريف احمد، چې د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي؛ مخکې داسې اوازې وې چې د ښوونځيو پر وړاندې هم امنيتي خنډونه پيدا شوي، خو داسې هيڅ ستونزه نشته.

دی زياتوي: ((له مرستندويانو زموږ غوښتنه دا ده، چې په لوګر کې د بيارغونې په وړاندې هيڅ امنيتي ستونزه نشته او بايد دوى دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمد اصف ننګ هم وايي؛ د لوګر په ولايت کې د دوى ټول ښوونځي فعال دي او پر وړاندې يې هيڅ امنيتي ستونزه نشته.

نوموړی وايي: ((د ښوونکي د وژل کېدو، د ښوونځي د سوځېدو، د شاګرد د تهديد پېښې نشته، يوازې زموږ دوه مدرسې تړل شوې دي چې د هغو د دوباره فعالېدو په اړه هم په نږدې راتلونکې کې اقدام کوو، نور په لوګر کې د پوهنيز وضعيت په وړاندې امنيتي ستونزې وجود نه لري.))

د لوګر ځينې اوسېدونکي بيا وايي؛ امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ترينګلی شوی دی او دوئ اندېښنه ښئي، که ځايي چارواکي بې غوري وکړي، نو ورځ تر بلې به پسې خراب شي.

عبدالرحمان وايي؛ امنيت تر پخوا خراب شوی دی، دولتي چارواکي بايد بې غوري ونه کړي.

ځايي چارواکي بيا د لوګر د اوسېدونکو دا شکايت ردوي، چې امنيت دې ورځ تر بلې خراب شوی وي، دوى وايي؛ امنيتي ستونزې په هغه کچه نه دي، لکه څرنګه يې چې تصور کېږي.

د لوګر والي محمد اقبال عزيزي له کليد سره په خبرو کې زياته کړه، د دې ولايت اکثره سيمو ته دوى په ازاد ډول تګ راتګ کولای شي او په ډېرو سيمو کې د بيارغونې په پروژو کار روان دی.

د ده په وينا د لوګر اړوند په يوه ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو ښکاره تهديدونه نه دي ترسترګو شوي چې د بيارغونې چارې دې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وي.

عزيزي زياتوي: ((په نږدې راتلونکې کې به دې ته زمينه برابره شي چې انکشافي پروژې به د لوګر په هره سيمه کې پيل کړو، امنيت د ښه کېدو په حال کې دی.))

د لوګر د ولايتي شورا رئيس ډاکتر عبدالولي وکېل هم وايي؛ د دې ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوی دی او په وينا يې په دې ورستيو کې داسې هيڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې چې د رغنيزو چارو په وړاندې دې خنډ شي او يا دې جدي وبلل شي.

لوګر چې له پلازمېنې کابل سره نښتی ولايت دی، شپږ ولسوالي لري چې په دې ورستيو کې له دې ولايت څخه ځينې داسې راپورونه خپاره شول چې امنيتي وضعه پکې يو څه ترينګلى ښودل شوې و، خو دا وخت يې په اړه ځايي چارواکي وايي، چې امنيت يې ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA