ads

‫ګردېز ښار کې د څښاک د اوبو ذخېرې جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د څښاک د اوبو لپاره د يوې زېرمې د جوړېدو چارې د نړيوالې کمېټې  يا ای، ار، سي په مالي لګښت پيل شوې. دا پروژه په داسې حال کې پيلېږي، چې د ګردېز ښار نږدې څلور سوه زره اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او ځينې وخت […]

نویسنده: TKG
25 تله 1391
‫ګردېز ښار کې د څښاک د اوبو ذخېرې جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د څښاک د اوبو لپاره د يوې زېرمې د جوړېدو چارې د نړيوالې کمېټې  يا ای، ار، سي په مالي لګښت پيل شوې. دا پروژه په داسې حال کې پيلېږي، چې د ګردېز ښار نږدې څلور سوه زره اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او ځينې وخت له ناپاکۍ سر ټکوي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د څښاک د اوبو لپاره د يوې زېرمې د جوړېدو چارې د نړيوالې کمېټې  يا ای، ار، سي په مالي لګښت پيل شوې.

دا پروژه په داسې حال کې پيلېږي، چې د ګردېز ښار نږدې څلور سوه زره اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او ځينې وخت له ناپاکۍ سر ټکوي.

دا ذخيره چې د ګردېز ښار د شمال ختيزې څنډې په تېرې باغ سيمه کې جوړېږي د كار د پيل پرمهال يې د ای، ار، سي يا د ژغورنې نړيوالې کمېټې مشر اکبر جان رسنيو ته وويل؛ دا زېرمه تون به دوه ژورې څاګانې او يوه ذخيره ولري، چې ۱۸۰۰ کورنۍ به ترې د څښاک له اوبو څخه برخه منې شي.

نوموړي زياته كړه، په دې پروژه ۵۵۰۰۰۰ امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د يو کال په اوږدو کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي او ولايتي چارواکي د دې ذخېرې په جوړېدو خوښ دي او وايي؛ که د دې پروژې چارې بشپړې شي، نو په راتلونکي کې به ښاريان له ډېرو ناروغيو څخه ژغورل شوي وي.

ځايي چارواکي وايي؛ له دې ذخېرې څخه به تر ډېره بريده د نوي ښار اوسېدونکي او هغه کډوال، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي ګټه پورته کوي.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د څښاک د اوبو ذخېره جوړېدل يوه اساسي چاره بولي.

په ګردېز ښار کې د څښاک د اوبو رسولو د يوې ذخېرې جوړولو پروژه په داسې مهال پېلېږي، چې د پکتيا اکثره اوسېدونکي په کورونو کې له کېندل شويو کوچنيو څاګانو څخه د اوبو اړتيا پوره کوي او په کليو او بانډو کې خو اکثره وخت د ناروغيو يو لامل د څښاک ناپاکې اوبه بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA