ads

اوباما او رامني به نن په دوهمه مخامخ مناظره کې له يو بل سره وګوري

ټاکل شوې ده، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او د ده جمهوري غوښتونکى سيال مېټ رامني نن په دوهمه مخامخ مناظره کې له يو بل سره وګوري. دا مناظره، چې د امريکا په وخت نن ماښام په پام کې ده په داسې حال کې کېږي، چې د نومبر په شپږمه نېټه د امريکا د […]

نویسنده: TKG
25 تله 1391
اوباما او رامني به نن په دوهمه مخامخ مناظره کې له يو بل سره وګوري

ټاکل شوې ده، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او د ده جمهوري غوښتونکى سيال مېټ رامني نن په دوهمه مخامخ مناظره کې له يو بل سره وګوري.
دا مناظره، چې د امريکا په وخت نن ماښام په پام کې ده په داسې حال کې کېږي، چې د نومبر په شپږمه نېټه د امريکا د جمهوري رياست ټاكنو ته يوازې درې اونۍ پاتې دي.

اوباما او رامني به د نيويارک په هوفسټار  Hofstraپوهنتون کې د خلكو په ګډون په نوي دقيقې مناظره کې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

پوښتنې به، چې د غونډې د کوربه له خوا انتخابېږي د کورنيو او نړيوالو پاليسيو په اړه وي او تمه ده، چې ميليونونه وګړي به يې د تلويزيونونو له لارې ننداره کړي.

د جمهوري رياست د کانديدانو درېيمه او وروستۍ مناظره په پام كې ده، چې د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA