ads

بريتانيا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې کموالى راولي

د بريتانيا د دفاع وزير پرون وويل، چې دا هېواد پلان لري راتلونکى کال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کموالى راولي. خو فليپ هامونډ دا ونه ويل، چې څومره بريتانوي سرتېري به، چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى دي، له افغانستان څخه ووځي. هغه […]

نویسنده: TKG
24 تله 1391
بريتانيا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې کموالى راولي

د بريتانيا د دفاع وزير پرون وويل، چې دا هېواد پلان لري راتلونکى کال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کموالى راولي.
خو فليپ هامونډ دا ونه ويل، چې څومره بريتانوي سرتېري به، چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى دي، له افغانستان څخه ووځي.
هغه وويل، چې د روان کال له پاى ته رسېدو مخكې به شاوخوا ٥٠٠ بريتانوي سرتېري

د بريتانيا د دفاع وزير پرون وويل، چې دا هېواد پلان لري راتلونکى کال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کموالى راولي.

خو فليپ هامونډ دا ونه ويل، چې څومره بريتانوي سرتېري به، چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى دي، له افغانستان څخه ووځي.

هغه وويل، چې د روان کال له پاى ته رسېدو مخكې به شاوخوا ٥٠٠ بريتانوي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د ۲۰۱۴ميلادي کال تر پايه به په افغانستان کې د بريتانيا جنګي ماموريت په بشپړه توګه پاى ته ورسيږي.

بريتانيا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹ زره او پينځه سوه سرتېري لري، چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا يې په افغانستان کې ۴۳۳ سرتېري وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA