ads

بهرني استخبارات غواړي رسنى په خپل واك كې راولي

((په وروستيو ۳ كلونو كې بهرنيو استخباراتو رسنيو ته ډېر پام ګرځولى او غواړي چې رسنۍ تر خپل واك لاندې راولي، دا ځكه چې اوس رسنۍ په افغانستان كې د قدرت په توګه پېژندل كېږي.)) ((په وروستيو ۳ كلونو كې بهرنيو استخباراتو رسنيو ته ډېر پام ګرځولى او غواړي چې رسنۍ تر خپل واك لاندې […]

نویسنده: TKG
23 تله 1391
بهرني استخبارات غواړي رسنى په خپل واك كې راولي

((په وروستيو ۳ كلونو كې بهرنيو استخباراتو رسنيو ته ډېر پام ګرځولى او غواړي چې رسنۍ تر خپل واك لاندې راولي، دا ځكه چې اوس رسنۍ په افغانستان كې د قدرت په توګه پېژندل كېږي.))

((په وروستيو ۳ كلونو كې بهرنيو استخباراتو رسنيو ته ډېر پام ګرځولى او غواړي چې رسنۍ تر خپل واك لاندې راولي، دا ځكه چې اوس رسنۍ په افغانستان كې د قدرت په توګه پېژندل كېږي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال مبارز راشدي له كليد سره په ځانګړې مركه كې د پورته څرګندونو تر څنګ وويل، دوی په همدې نيت يوه ارزونه كړې چې كومې رسنۍ د ملي ګټو پر خلاف كار كوي: (( دا د اندېښنې وړ نه ده، د وزيرانو د شورا مصوبه وګورئ، په لومړي بند كې يې ليكلي دي چې افغان حكومت د بيان ازادۍ ته د اصولو مطابق احترام لري او پر حكومت د رسنيو تنقيد ته هم هركلى وايي، خو چې خپرونې يې د قانون پر بنسټ استوارې وي.))

په هېواد كې د رسنيو په اړه له هغې وروسته د يو شمېر رسنيو او د ژورنالستانو د خپلواكو ټولنو له خوا اندېښنې راپيدا شوې چې جمهور رئيس كرزي تېره اوونۍ د وزيرانو په شورا كې د تلې په ۱۴مه وويل چې د يو شمېر رسنيو نشرات د افغانستان د ملي گټو، سولې او ثبات په خلاف دي، له دې خبرو وروسته د وزيرانو شورا د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته دنده وسپارله چې په دغه ډول رسنيو خپل كنټرول زيات كړي.

په افغانستان كې د نى يا له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ د ادارې حقوقي مشاور قاسم رحماني، د رسنيو پر وړاندې حكومت په يوه ډېر محدودوونكي سياست تورن كړ، هغه وويل چې افغان دولت غواړي خصوصي رسنۍ تر خپل كنټرول لاندې راولي: (( له ازادو رسنيو دوى غواړي چې د ملي راډيو ټلوېزيون په څېر يې همېشه صفتونه وكړي او وښيي چې په اداره كې فساد نشته.))

كه څه هم د وزيرانو شورا په خپله هغه مصوبه كې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات ته يې سپارلې، د پورته مواردو په تذكر سره ويلي چې د بيان ازادۍ ته احترام لري او د هغوى تنقيد ته هم هركلى وايي، خو رحماني دا خبرې عملي نه بولي او وايي، د دولت ارادې د رسنيو په اړه استبدادي دي، اوس چې رسنۍ كومه ازادي لري، دا هم د نړيوالې ټولنې په مرسته ترلاسه شوې، خو افغان دولت هر وخت هڅه كړې چې په رسنيو له بېلا بېلو لارو فشار راوړي.

د پژواك خبري اژانس مسوول مدير دانش كړوخېل له كليد سره په خبرو كې وويل، كه چيرته دولت دا تور لګوي چې رسنۍ د دوى د مخالفينو بلندګويي كوي نو په دې اړه بايد وضاحت وركړي: (( ځكه كه د يوې پېښې په اړه خبره كوو چې د پېښې تر شا د چا لاس دى، وسله وال په كوم موسم كې خپلې حملې زياتوي نو كه په دې اړه دولت، زموږ د رسنيو د دې ډول خبرو مخنيوى كوي نو دا زياتى دى.))

د نوموړي په خبره، د خبريالۍ دنده، خلكو ته كره معلومات او هغوى ته د هغوى د ژوند په اړه د پرېكړې كولو او د واك وركولو په معنى دي: (( كه چېرته خلك په تياره كې وساتل شي او له حقايقو خبر نه شي نو دا له هغوى سره يو ډول زياتى دى.))

دانش كړوخېل دا د ژورنالېزم د اخلاقو، قانون او تګلارو له مخې يوه مجبوري ګڼي چې درست معلومات خلكو ته ورسول شي.

د كړوخېل په خبره، د استخباراتو له خوا تمويلېدونكې رسنۍ هم معلومې دي چې هغه د زورواکو او جنګسالارانو دي چې په اوسني حكومت كې ونډه هم لري: (( دغه رسنى هره ورځ د ملي ګټو او يووالي پر خلاف خپرونې کوي او قومي شخړو ته لمن وهي، جمهور رئيس بايد په خپل فرمان كې ازادو رسنيو ته ګوته نه واى نيولې، هماغه رسنۍ دې ر اونيسي.))

د د دانش په خبره، د دوى ويره له دې ده، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پر خلاف خپرونې كوي، هغوى به پاتې شي او دولت به د دې لپاره چې فرمان تطبيق شي، د دوى پر رسنيو فشار وارد كړي.

خو د راشدي په وينا، دا ګام له هغې وروسته واخستل شو چې ځينو بهرنيو استخباراتي كړيو افغان رسنيو ته پام اړولى دى: (( په دې وروستيو ۳ كلونو كې بهرنيو استخباراتو رسنيو ته ډېر پام ګرځولى او غواړي چې رسنۍ تر خپل واك لاندې راولي، دا ځكه چې اوس رسنى په افغانستان كې د قدرت په توګه پېژندل كېږي.))

راشدي وايي، دوى به د رسنيو د نشراتو محتوا له قانون سره پرتله كوي او هغه رسنۍ چې له قانون سره سم نشرات كوي، په ډاګه كړي او كومې رسنۍ چې د قانون خلاف خپرونې لري هغه به رسوا كړي: (( دا كار د دې نه سبب كېږي او نه هم زموږ مطلب دا دى چې رسنۍ له خپل اعتبار او توانمندۍ وغورځوو.))

كه څه هم په دې اړه يو لړ داسې شكونه هم رامنځته كېږي چې د رسنيو په وړاندې د دولت وروستى درېځ ښايي د ټاكنو په رانږدې كېدو سره توند شوى وي، ځكه كتونكي وايي چې ولې په تېرو ۱۱كلونو كې دولت د رسينو په اړه داسې درېځ نه غوره كاوه.

راشدي د دې اندېښنې په ځواب كې وويل: (( كه دولت پر رسنيو د محدوديتونو وضع كول غوښتل نو تر اوسه به دومره راډيوګانې، ورځپاڼې او ټلويزونونه نه وو، دا هسې تورونه دي چې حكومت پر رسنيو د ټاكنو لپاره محدوديت وضع كوي، ځكه جمهوررئيس په راتلونكو ټاكنو كې نوماند نه دى، كه واى بيا دا خبره شايد پر ځاى واى.))

رحماني هم دانش كړوخيل ته ورته نظر لري او د ملي ګټو پرخلاف د رسنيو په اړه د دې اقدام مخالفت نه كوي بلكې وايي چې دوى د ژورنالستانو له حقه دفاع كوي، د دوی په وينا، څه موده وړاندې لطف الله مشعل په ځينو رسنيو تورونه ولګول او د هرې رسنۍ د تمويلوونكي هېواد نومونه يې واخستل، بيا يې نتيجه معلومه نه شوه، ځېنې رسنۍ د زورورو خلكو دي، له هغو پوښتنه نه كېږي، خو پر نورو ازادو رسنيو نيوكه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA