د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پر چارتراشو يوه بار لارۍ يې نيولې او دغه راز يې شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي. د دې ولايت له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې، د بهسودو ولسوالۍ پوليسو د يوه ترلاسه کړي راپور پر بنسټ د
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پر چارتراشو يوه بار لارۍ يې نيولې او دغه راز يې شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
د دې ولايت له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې، د بهسودو ولسوالۍ پوليسو د يوه ترلاسه کړي راپور پر بنسټ د قتل په تور د فيض الله په نوم يو کس نيولى دى.
خبرپاڼې زياته كړې، پر ياد کس تور دى، چې څه موده وړاندې يې د کابل په زړو مکروريانو کې د نور احمد په نوم يو کس وژلى دى.
د خبر پاڼې په وينا، فيض الله د خپلو درېيو نورو ملګرو او يو عراده موټر سره امنيتي ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په چميار كلي کې نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه راز له جنايي جرمنو سره د مبارزې کارکوونکو محمد فاروق د ننګرهار ولايت د سکتوري خدماتو د رئيس احمدشاه د تښتونې په تور نيولى دى.
خبرپاڼې زياته كړې، چې همدا راز امنيتي ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې يوه لارۍ چارتراش نيولي او په تړاو يې د لغمان ولايت يو اوسېدونکى سنګرخان نيول شوى دى.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د نيول شويو کسانو دوسیې د نورو معلوماتو په موخه ترغور او څېړنې لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ