د امريكا د جمهور رئيس مرستيال جوبايډن وايي چې په افغانستان کې د القاعده د له منځه وړلو ماموريت پاي ته رسېدلى. جوبايډن په يوه ټلويزيوني مناظره کې خپل جمهوري غوښتونکي سيال پاول ريان ته وويل، چې امريکايي ځواکونه د يوه هدف لپاره چې د القاعده له مينځه وړل وو، افغانستان ته تللي وو.
د امريكا د جمهور رئيس مرستيال جوبايډن وايي چې په افغانستان کې د القاعده د له منځه وړلو ماموريت پاي ته رسېدلى.
جوبايډن په يوه ټلويزيوني مناظره کې خپل جمهوري غوښتونکي سيال پاول ريان ته وويل، چې امريکايي ځواکونه د يوه هدف لپاره چې د القاعده له مينځه وړل وو، افغانستان ته تللي وو.
بايډن زياته کړه، چې د القاعدې شبکې مرکزي کړۍ له مينځه ولاړه او مشر يې، اسامه بن لادن ووژل شو.
جمهور رئيس بارک اوباما، چې بايډن يې په راروانو انتخاباتو کې بياهم د خپل مرستيال په توګه غوره کړى ډېر وخت بله خبره کوي، وايي چې په افغانستان کې د امريکا ماموريت دوه برخې لري، يوه د القاعدې شبکې له مينځه وړل او بله دا چې القاعده يا کومه بله تروريستي ډله ونشي کړاى بيا په افغانستان کې د ځان لپاره ځالې جوړې کړي او له هغه ځايه پر لويديځ حملې تنظيم کړي.
بايډن په افغانستان کې د ثبات ټينګولو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو غښتلي کول هغه ضمني پلان وباله چې د امريکايانو مکلفيت نه بلکې د افغانستان د خپل امنيت په ګټه دى خو د ده سيال پاول رېان د اوباما پر دې پرېکړه انتقاد وکړ چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د اوړي موسم د تودو جګړو پرمهال هغه سرتېري چې په ۲۰۰۹ کال کې د ځواکونو د زياتولو د پلان له مخې افغانستان ته استول شوي وو، واېستل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


