له پاکستان څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي چې نن له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په دره ادم خيل سيمه کې د موټر بم چاودنې له كبله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له پاکستان څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي چې نن له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په دره ادم خيل سيمه کې د موټر بم چاودنې له كبله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كوهاټ د پوليسو مشر صاحبزاده محمد انيس د بي بي سي اردو څانګې د پېښې د پخلي پرمهال ويلي، چې په دې پېښه كې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپاين دي.
ده زياته كړې، چې دغه بريد د امن لښكر مركز ته څېرمه شوى او ښايي موخه يې هم همدا دفتر وي.
بلخوا د پاكستان دولتي تلوېزيون (پي ټي وي) د راپور له مخې په دې پېښه كې ۱۲ تنه وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د پېښې ټپيان پېښور او كوهاټ روغتونو ته لېږدول شوي دي.
ويل كېږي په دې پېښه كې له ۲۵ زيات دوكانونه هم زيانمن شوي دي.
تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

