ads

پر ملالې يوسفزۍ بريد وغندل شو

په پاکستان کې پر ملالې يوسفزۍ بريد په نړېواله کچه وغندل شو. ملاله يوسفزۍ هغه نجلۍ ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپل ياد داشتونه د نړېوالو سره شريک کړل.   په پاکستان کې پر ملالې يوسفزۍ بريد په نړېواله کچه وغندل شو. ملاله يوسفزۍ هغه […]

نویسنده: TKG
20 تله 1391
پر ملالې يوسفزۍ بريد وغندل شو

په پاکستان کې پر ملالې يوسفزۍ بريد په نړېواله کچه وغندل شو. ملاله يوسفزۍ هغه نجلۍ ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپل ياد داشتونه د نړېوالو سره شريک کړل.

 

په پاکستان کې پر ملالې يوسفزۍ بريد په نړېواله کچه وغندل شو.

ملاله يوسفزۍ هغه نجلۍ ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپل ياد داشتونه د نړېوالو سره شريک کړل.

ملاله يوسفزۍ پرون د خپل ښوونځي په موټر کې د وسله والو لخوا په سر او غاړه کې وويشتل شوه .

پاکستاني طالبانو پرون د دې حملې مسوليت واخيست .

د پاکستان صدراعظم راجا پرويز اشرف دا حمله وغندله او ملاله يوسفزۍ يې د (پاکستان لور) وبلله.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکتوريا نولاند دا حمله وحشيانه او بزدلانه ګڼلې ده .

په وسله والو بحرانونو کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې پر ملالې يوسفزۍ حمله په شدت غندلې ده .

رپوټونه وايي، چې ملاله يوسفزۍ لا هم په روغتون کې بستر ده، ډاکټرانو يې د عمليات د بشپړېدو خبر ورکړی او يوه مرمۍ يې د سر څخه ايستل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA