په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونده چې نن د افغانستان پر حالاتو بحث کوي، پیل شوه
دا دوه ورځنۍ غونډه چې پرون د ناټو مقر کې پیل شوه، نن به تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت او د افغان ځواکونو پرتجهیز بحثونه وکړي.

په بروکسل کې ناټو چارواکي وايي چې د دوی د افغان ځواکونو د روزلو لپاره نوی پروګرام پیل چې په ترڅ کې به یې افغان ځواکونه تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پور د امنیت اخستلو جوګه شي.
په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د افغان ځواکونو شمېر هم ۳۵۲ زرو ته ورسېږي.
په نننۍ غونډه چې د افغانستان د دفاع بسم الله محمدي هم وینا وکړي، ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښايي افغان چارواکي د ایساف پوځي ماموریت ته علاقمند وي.
د افغان ځواکونو له لوري پر ناټو سرتېرو بریدونه به د نننۍ غونډې بله مهمه موضوع وي چې پرې بحثونه کېدلی شي.
د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز درېیمه مهمه موضوع ده چې نن به د بحث اجندا جوړه کړي.
د یادونې وړ ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان او امریکا پر وزیرانو سربېره د ناټو د غړو هېوادونو له ۳۰ ډېر وزیران ګډون لري.
د ناټو په پرونۍ غونډه کې تر ډېره په منطقوي موضوعاتو لکه د سوریې پر کشمکش او حالاتو تمرکز وشو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ